د امريکا یو نظارتي سازمان 'د فېسبوک د ۵ میلیارډه ډالرو جريمه تایید کړه'

د امريکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د دې هېواد نظارتي سازمان د فېسبوک پر وړاندې جرېمه تایید کړې چې موخه یې د کاروونکو حریم د پټ نه ساتلو د حل او فصل څېړنه ده.

د فدرال د سوداګرۍ کمېسیون د دې ادعاو په اړه په څېړنو بوخت دی، هغه ادعا چې د کمبریج د مشورو ورکولو انالتیکا شرکت په نا مناسب ډول د فېسبوک ۸۷ مېلیونه کاروونکو مالومات تر لاسه کړي. فېسبوک او سوداګرېز کمېسیون په دې اړه له راپور ورکولو ډډه کړې ده.

د فدرال سوداګرېز فدراسیون اېف ټي سي څېړنې د ۲۰۱۸ کال په مارچ مېاشت کې پیل شوې وې.

څېړنې په دې څرخېدې چې ایا فېسبوک د خلکو شخصي حریم نقض کړی او که نه، هغه مقررات چې پر بنسټ یې دغه شرکت باید په پراخ ډول د فیسبوک کاروونکو رضایت خپل کړي.

د فېسبوک دا پنځه میلیارده ډالره جريمه باید د عدلیې وزارت تایید ولري، هغه بهیر چې معلومه نه ده څومره وخت به ونیسي.

که دغه اندازه جريمه تايید شي، دا به یوه لویه جرېمه وي چې"ایف ټي سي" یې پر یوه تخنیکي شرکت لګوي.

د کمبریج انالیتیکا رسوايي

کمریج په بريتانیا کې د سیاسي مشورو ورکولو یو شرکت دی چې د میلیونونو کاروونکو معلواتو ته لاسرسی لري.

فېسبوک ویلي په دې باور دي چې د ۸۷ مېلیونه کسانو ډېټا په نامناسب ډول دې شرکت ته ورکړل شوې ده. دې رسوایي په څو برخو کې په نړیواله کچه د څېړنو لپاره لار پرانیسته.

فېسبوک په تېره اکتوبر میاشت کې د برتانیا د معلوماتو د خوندیتابه سازمان له خوا ۵۰۰ زره پونډه جریمه شوی و، ځکه چې دغه شرکت د قانون جدي ماتولو اجازه ورکړې وه.

غبرګونونه

د فېسبوک د ۵ میلیارده ډالرو جریمې په اړه د پانګوالو غبرګون مثبت و. د فیسبوک د ونډو ارزښت ۱٫۸ په سلو کې پورته تللی دی.

خو ځینو دیموکراتو قانون جوړوونکو پر دې جریمې نیوکه کړې او دا یې کافي نه ده بللې.

دیموکرات سناتور مارک وارنر ویلي، دا څوم ځل دی چې فېسبوک د کاروونکو د شخصي حریم قوانین ماتوي، چې په وینا یې ''بنسټیزو اصلاحاتو او جوړښت" ته اړتیا ده.

دی وايي "ایف ټي سي یا نه شي کولی یا نه غواړي چې د کاروونکو د شخصي حریم ساتلو لپاره لازم ډاډ ورکړي، اوس دا وخت دی چې کانګرس لاس په کار شي."