تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا 'د پاکستان بلوڅ خپلواکۍ پوځ' ترهګره ډله وبلله
امریکا د یوه اعلان له مخې، د بلوڅ خپلواکۍ پوځ يا بي. اېل. اې په نامه ډله د پاکستان په بلوچستان او نورو سیمو کې د بریدونو له امله یوه ترهګره ډله اعلان کړې ده. امریکا د حزب الله د ٢٠٠ نمبر قطعې مشر حسين علي حظيمه د ترهگرو په نوملړ کې شامل کړی.
د امريکا له لوري د بلوچستان د بېلتونپال غورځنگ "بلوچ لېبرېشن آرمي" ترهگر بللو پرېکړه ناببره او ځينو ته د حيرانتيا وړ وه.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په خپره شوې وينا پاڼه کې په دې تړاو راغلي چې امريکا کې د دغې ډلې ټوله شتمني کنگل شوې او ورسره د امريکايي وگړو پر راکړې ورکړې بنديز لگېدلى.
بلوچ لېبرېشن ارمي يا بلوڅ خپلواکۍ پوځ يوه بېلتونپاله ډله ده چې فعاليتونه يې تر ډېره د پاکستان په تر ټولو لوى ايالت بلوچستان کې ور ټول دي.
وينا پاڼه زياتوي، دغې ډلې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو او ملکيانو بريدونه کړي. خو بې. اېل. اې وايي چې پر خپلو خلکو په وينا يې د روانو ظلمونو مخنيوي او د خپلې سيمې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.
د بشري حقونو د ډلو په وينا زرگونه بلوڅ توکمي د پاکستان امنيتي ادارو له لوري نيول شوي او تري تم دي. بلوڅ خپلواکۍ غورځنگ تېر کال کراچۍ کې د چين پر قونسلگرۍ د بريد پړه منلې او له چين يې غوښتي و چې د دوى په سيمو کې دې له پانگونې لاس پر سر شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وينا پاڼې همداراز په بلوچستان کې پر چينايي انجنيرانو او تېره مې مياشت گوادر کې پر يوۀ مجلل هوټل د دغې ډلې له لوري شويو بريدونو ته هم اشاره کړې او وايي له دې امله ترهگره ډله پېژندل شوې چې د دغه راز بريدونو وړتيا ترې واخيستل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه نوي اقدام کې د حزب الله د ٢٠٠ نمبر قطعې مشر حسين علي حظيمه د ترهگرو په نوملړ کې شامل کړى او د ايران په سيستان بلوچستان سيمه کې د فعالې "جندالله" ډلې نوم هم جيش العدل ته اړول شوى.
وينا پاڼه وايي جندالله چې په ٢٠١٠ م کال کې ترهگره ډله پېژندل شوې له ٢٠١٢ م کال راهيسې يې د جيش العدل نوم کارولى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه راز ډلې او وگړي د امريکا ملي امنيت ته گواښ جوړوي.