تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ د برید مسوولیت بلوڅ بېلتونپالو ومانه
د پاکستان کراچۍ کې پولیس وايي، چې د دغه ښار کلېفټن سیمه کی یې د چین پر کونسلګرۍ د وسلوالو برید شنډ کړی دی.
چارواکي وايي، په دغه پېښه کې درې بریدګر، دوه ولسي وګړي او دوه پولیس وژل شوي دي.
لیدلي کتلي د چاودنې خبره هم کوي او وايي تر څه مهال کونسلګرۍ کې ډزې هم روانې وي.
د بلوڅ خپلواکۍ پوځ په نوم د بلوڅ بېلتونپالو یوه ډله وايي، دا برید دوی کړی دی.
د چین سفارت وایي، کونسلګرۍ کې یې کارمنانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او دغه وداني هم ډېره نه ده زیانمنه شوې.
د کراچۍ د پولیسو مشر امیر شیخ وايي، بریدګر د جمعې په سهار یوه ګاډي کې د چین تر کونسلګرۍ ورسېدل او دې ودانۍ ته د ننوتلو هڅه یې کوله.
بریدګرو اول کونسلګرۍ ته لاس بمونه غورځوي او وروسته د دوی او د امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې پیل شوې دي.
پولیس مني چې بریدګر د کونسلګرۍ انګړ ته ننوتلي، خو زیاتوي چې ودانۍ ته تر ننوتلو مخکې وژل شوي.
ځانمرګي بریدګر
امیر شیخ دا هم وايي، چې دې برید کې د چین کونسلګرۍ مشر او نورو چینایانو ته زیان نه دی رسېدلی.
دی وايي پېښه کې وژل شوي پولیس د همدې ودانۍ ساتلو ته ګومارل شوي وو.
نوموړی دا هم وایي، چې دوو بریدګرو سره ځانمرګي واسکټونه وو.
نوموړی وايي، چې له پېښې وروسته رېنجرز ځواکونه هم کونسلګرۍ ته رسېدلي او چاڼیز عملیات کوي.
له پېښې سره هممهال خواله رسنیو کې راغلي انځورونه او ویډیووې ښيي چې له ودانۍ لوګي پورته کېږي او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
دې پېښې سره د چین کونسلګرۍ ته تللې لارې وتړل شوې او ډېر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای سره مېشت شول.
چین ته خبرداری
د بلوڅ خپلواک پوځ په نوم بېلتونپالې ډلې ویاند جیهاند بلوڅ له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې دا برید دوی کړی دی.
هغه ویلي چې دغه برید کې د دوی درې ځانمرګو برخه درلوده.
نوموړي وویل، دا برید چین ته خبرداری و "چې زموږ پر ځمکه د ولکې کولو لاس واخلي، که نه راتلونکي کې به له داسې درنو مسلو سره مخ شي".
له دې مخکې هم بلوڅ بېلتونپالو د پاک- چین اقتصادي پروژې اړوند کسانو بریدونه کړي. دي.
خو د سږ کال لومړیو کې پاکستان کې د چین سفیر یاو ژینګ بي بي سي ته وویل، بلوچستان کې بوخت بلوڅ مزاحمتي غورځنګ اوس نه پاکستان، نه چین او نه هم سي پک ته خطر دی.
د هغه په خبره، د پخوا پرتله اوس پاکستان کې امن ښه شوی دی.
د عمران خان غبرګون
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر چین کونسلګرۍ برید غندلی او د پاک چین اقتصادي پروژې خلاف سازش یې بللی دی.
هغه زیاتوي، چې د دې پروژې د ناکامولو ټولې هڅې به شنډې کړي.
نوموړي د پېښې د پوره پلټنو او د دې پېښې ترشاه د پټو لاسونو د رسوا کولو سپارښتنه کړې
پر ۲۰۱۳ کال د پخواني لومړي وزیر نواز شریف واکمنېدلو پسې چین او پاکستان د سي پک پروژې پیلولو ته مخه کړه.
د پاک- چین اقتصادي کورېډر په نوم دا پروژه د چین له کاشغر د بلوچستان تر ګوادر پورې دوه زره کیلومتره اوږده لار ده.
دا پروژه چې لومړیو کې یې ارزښت ۴۶ میلیارد ډالر و وروسته ۵۵ میلیارد ډالرو ته پورته شو.
په دې پروژه کې یوازې د انرژۍ برخې پر پروژو ۳۴ میلیارد ډالر لګښټ راځي.
بلوچستان کې د چین پانګونه
بېجینګ د چین پاکستان اقتصادي دهلېز یا سيپک سره غواړي د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې منځني ختیځ ته لار وکړي.
همدا وجه ده چې بلوچستان دغه پروژه کې د زړه حیثیت لري.
د چین سفیر وايي، پاکستان کې شاوخوا لس زره چینايان او ۶۰ زره پاکستانیان کار کوي.
د چین سفیر تېره پرورۍ بي بي سي سره خبرو کې وویل دا پروژه لومړۍ پړاو کې ده او اوس پر ۲۱ پروژو کار روان دی، دا ډول شل پروژې د ګاز نللیکې لپاره پام کې نیول شوې دي.
خو لږ وګړی بلوچستان- چې د ګاز، ډبرو سکرو، مس او سرو بډایه کانونه لري- له اقتصادي پلوه وروسته پاتې دي.
بلوڅ ملتپال د پاکستان مرکزي حکومت له دغه ایالت سره په توپیري چلن تورنوي او وايي چې دې ایالت ته خپل حقونه نه ور کوي.
له نږدې یوې لسیزې راهیسې د بلوڅانو څو وسلوالې دلې جوړې شوې چې ځانونه د دغې صوبې د طبیعي زېرمو ریښتوني څېښتنان بولي.