تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین د گوادر بندر د خوندیتوب لپاره پاکستان ته دوه بېړۍ ور کړې
چین د پاکستان سمندري ځواکونو ته دوه بېړۍ ور کړې چې د دغه هېواد په سوېل کې د ګوادر بندر او د پاک- چین اقتصادي دهلېز د خوندیتوب لپاره به یې کاروي.
د پاکستان د سمندري ځواکونو چارواکي دا ګام د دواړو هېوادونو لپاره "تاریخي شېبه" بولي او زیاتوي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونه به په دې دوو بېړیو سره نور هم ښه وضعیت ولري.
له ګوادر بندر سره د چین د لوېدیځ د نښلولو لپاره بېجینګ او اسلام اباد څو لویې اقتصادي پروژې پلې کړې.
دا نښلوونکې لار په وچه او د پاکستان پر خاوره عرب سمندرګي او خلیج ته د چین د توکو لېږد ته لار برابروي او په دې ډول له ګوادر بندر منځني ختیځ او افریقا ته د چین جوړ توکو لېږدوونکې لار پرانیستل کېږي.
ګوادر بندر چین ته تر ټولو ارځانه لار
دا مهال د هند سمندر او مالکا تنګي له لارې د چین د انرژۍ ډېره برخه خوندی کېږي، خو نوې لار د چین لپاره ډېره لنډه او ارځانه ده او د منځني ختیځ د انرژۍ سرچینو ته یې هم لاسرسی پیدا کوي.
نږدې دوه کاله مخکې چین وویل، په پاکستان کې ۴۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي. دا له ۲۰۰۸ کال راهیسې په پاکستان کې له ټولې نېغې بهرنۍ پانګونې درې چنده زیاته ده.
د چین - پاکستان اقتصادي لار چې ګوادر بندر د چین په لوېدیځ کې د دغه هېواد له سینکیانګ سره نښلوي، د دې پانګونې یوه مهمه برخه بلل شوې وه.