تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګوادر کې پر هوټل 'درې برید کوونکي وسله وال وژل شوي'
د پاکستان بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو وايي، پاکستاني امنیتي ځواکونو هغه درې بریدګر وژلي دي چې د دغه ایالت په ګوادر ساحلي ښار کې یې پر پرل کانټینینټل هوټل برید کړی و.
له دې مخکې د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای ایس پي ار له لوري ویل شوي و، بریدګرو غوښتل هوټل ته ننوځي، خو امنیت ساتونکو یې مخه ونیوه، خو د ډزو پایله کې ساتونکی ووژل شو. د پوځ اعلامیه کې وویل شول، پوځیانو بریدګر د لومړي پوړ په پوړیو کې محاصره کړي دي او ډزې روانې دي.
دغه برید له ځايي وخت سره سم مازدیګر څه کم پنځه بجې پیل شوی.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر وايي، ډېر میلمانه له هوټله ایستل شوي، د چیناینانو په ګډون هلته بهرنیان نه وو، خو په وینا یې د عملیاتو له بشپړېدو وروسته به د تلفاتو کره شمېر معلوم شي.
پر دغه هوټل له دې مخکې هم توغندیز بریدونه شوي دي.
د برید مسوولیت
د پاکستاني طالبانو، بلوچ لېبریشن ارمي او سني مسلمانو سخت دریځو ډلو په ګډون یو شمېر وسله والې ډلې په بلوچستان کې فعالیتونه کوي. د بي بي سي جیل مکګایورینګ په رپوټ کې ویل شوي، د چینايي پانګونې مخالفې ډلې ادعا کوي چې ځايي اوسېدونکو ته یې ډېره ګټه نه رسېږي.
د بېلتون پاله بلوڅو تنظیم بلوچستان لبریشن ارمي (بي ایل اي) وايي، دغه برید دوی کړی دی. د دغې ډلې ویاند جنید بلوچ په یوه اعلامیه کې وايي، د 'مجید لوا ' په نامه د دوی د ملګرو ډلې پر دغه هوټل برید کړی چې په وینا یې چینايي او نورو پانګه وال په کې دېره دي.
بلوچستان لبریشن ارمي نومې دغې ډلې له دې مخکې د بلوچستان په یوه بله سیمه دالبندین کې د چینايي انجینرانو پر لېږدونکي ګاډی ځانمرګي برید کړی و او له هغه وروسته د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چین کونسلګرۍ پر ودانۍ برید وشو.
دا په دا وروستیو ورځو کې درېیم لوی برید دی.
بېلتون پالو وسله والو مجید لوا د مجید بلوڅ په نامه جوړه کړې چې ۱۹۷۰ کال کې یې د پاکستان د هغه وخت پر لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د لاسي بم برید هڅه کړې وه.
له دې مخکې اپریل میاشت کې وسله والو د همدې ګوادر په اوماړه سیمه کې وسله والو د لویې لارې اوږدو کې له بسونو یو شمېر کسان کوز کړل او د پاکستان سمندري ځواک د سرتېرو په ګډون یې ۱۴ کسان ووژل.
بلوچستان چې له اوږدې مودې راهیسې پکې د وسله والو فعالیتونه روان دي، د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې ایالت بلل کېږي.
ګوادر په پاکستان کې د څو میلیارده چینايي پانګې اچوونې مرکزي سیمه ده. ویل کېږي دغه هوټل ته بهرني سیلانیان او کاروباري شخصیتونه هم ورځي، خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د برید پر مهال په کې څومره کسان موجود وو.