تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عام محضر کې د دوه هندي ښځو سرونه خرییل
د هند په بیهار ایالت کې یوه ډله کسانو د هغو دوو ښځو سرونه خرییلي چې د جنسي تیري پروړاندې یې مقاومت کړی دی.
پولیسو په دې تړاو دوه کسان نیولي دي او د پېښې د نورو عاملینو پلټنه روانه ده.
یو سیمه ییز چارواکی هم د تیري کوونکو په منځ کې لیدل شوی دی.
پولیسو ویلي، دغه ډله د تیري په نیت د یوې مور او لور کور ته دننه شوې خو چې کله هغوی یې پر وړاندې مقاومت کړی دی، دوی د دغه دوه مېرمنو سرونه خرییلي او په کلي یې ګرځولې دي.
یوه مور چې سر یې خرییل شوی ویلي: "موږ یې په کوتک ووهلو. زما او د دلور بدنونه ټپي دي."
هغې زیاته کړې چې د دوی سرونه د کلي د اوسېدونکو د سترګو پروړاندې خرییل شوي دي.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي، اوه کسان ددې مېرمنې کور ته ننوتي او هڅه یې کړې چې د هغې لور باندې جنسي تیری وکړي. مور د خپلې لور دفاع کړې.
د بیهار ایالت د ښځو چارو کمیسیون دا برید غندلی او د "لا نورو ګامونو پورته کولو" غوښتنه یې کړې.
دا لومړی ځل ندی چې په بیهار ایالت کې دا ډول پېښه کیږي. د روان کال په اپریل کې د جنسي تیري پروړاندې د مقاومت له امله د یوې نجلې پر مخ تیزاب وشیندل شو.
وروسته له دې چې ۲۰۱۲ کې د ښوونځي په یو ګاډي کې پر یوې زدکوونکې ډله ییز جنسي تیری وشو، هندوان اوس د داسې پېښو پروړاندې جدي غبرګون ښيي.
په دې هېواد کې ښځو وار وار د لاریون له لارې غوښتي چې د داسې پېښو پروړاندې ګامونه پورته شي.