تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امنیتي ګواښ له کبله هندۍ الوتکه برتانیا کې کېناسته
د هند 'ایر انډیا ' دولتي هوايي شرکت یوه الوتکه کې د بم شتون له رپوټ وروسته دغې الوتکې د برتانیا په سټنسټید هوايي ډګر کې 'احتیاطي ناسته ' کړې.
دغه الوتکه د هند له ممبۍ ښاره د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ته پر لاره وه. د برتانیا دفاع وزارت چارواکي وايي، د دغه هېواد د شاهي هوايي ځواک دوو ټایفون ډوله جیټ الوتکو د هند دغه مساپر لېږدونکې الوتکه د ناستې پر مهال بدرګه کوله.
ایر انډیا هوايي شرکت پر ټویټر یوه پیغام کې ولیکل چې الوتکه کې د بم شتوالی رپوټ ورکړل شوی دی، خو ورسته یې دغه پیغام بېرته لېرې کړ او د شرکت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل، الوتکه کې د بم خبر غولوونکې اوازه وه.
بل لور ته سټنسټیډ هوايي ډګر چارواکي وايي، الوتکه د ډګر په یوه ګوټ کې درول شوې او په نورو برخو کې د معمول چارې روانې دي. د هوايي ډګر چارواکو په وینا تر اوسه معلومه نه ده چې الوتکه کې څومره کسانو سفر کاوه.
د برتانیا شاهي هوايي ځواک یوه ویاند په خبره جیټ الوتکې د هندۍ الوتکې بدرګې لپاره د غږ په چټکتیا الوتې دي. د الوتکو دغه ډول الوت خورا دروند غږ پیدا کوي، چې له کبله یې د هوا څپو کې پیاوړی ارتعاش یا لرزه پیدا کېږي.
ویل کېږي د سیمې خلکو د دغه غږ اوریدو له کبله ګومان کړی و، چې چاودنه وشوه او پولیسو او اطفايې ته یې د معلوماتو لپاره زنګونه وهلي دي.
خو د خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو خپله هم د دغو درنو غږونو په اړه چې له ځايي وخت سره سم سهار څه کم لس بجې واوریدل شول، تر هغه پورې معلومات نه درلودل چې هوايي ځواک وویل، دا د دوی الوتکې وې او د ناسم پوهاوي له کبله یې بښنه وغوښته.