تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځې مېړه له شخړې وروسته الوتکې بېړنۍ ناسته کړې
د ښځې، مېړه له زورورې جګړې وروسته د یوې الوتکې پیلوټان اړ شوي، چې د قطر له دوحې نه د اندونیزیا بالي ته پر لاره الوتکه هند کې په بېړنۍ توګه کښېنوي.
پېښه د یکشنبې پر ورځ هغه مهال وشوه، چې له خپلې کورنۍ سره بالي ته پر لارې ایرانۍ ښځې د خپل میړه ګرځنده موبایل کې د 'بې وفایۍ ' ځینې ثبوتونه ولیدل.
ښځې سملاسي د ویده میړه مخ ته څپېړې ونیوې او د الوتکې خدمه کارکوونکي و نه توانېدل دغه ښځه له میړه سره له شخړې وګرځوي.
الوتکه کې ۲۸۴ نور کسان هم وو، چې دغه مېرمن له خپل میړه او زوی سره په کې د رخصتیو تېرولو لپاره بالي ته تله.
کله چې ښځې د خدمې کارکوونکي وشړل او له غوسې بې کابو شوه، پیلوټانو کیو - ار ـ ۹۶۲ شمېره الوتنه د هند چینيي ښار هوايي ډګر کې په بېړنۍ توګه کښېنوله.
دغه ښځه، مېړه او زوی یې په هند کې له الوتکې کوز کړل شول او له دوه ساعته ځنډ وروسته الوتکه بېرته د خپل منزل پر لور والوته.
هندي چارواکو ویلي، دغو کسانو د هند ویزا نه درلوده، ځکه په توقیف کې ساتل شوي او له ایران سفارت سره له خبرو وروسته د دوشنبې پر شپه د کوالالمپور الوتنه کې ولېږل شول، چې له هغه ځایه به بېرته قطر ته واستول شي.
د هوايي ډګر چارواکي ویلي:
''دغه کورنۍ د شخړې له کبله له الوتکې کوز کړل شول، خو د دوی خلاف کومه دوسیه نه ده ثبت شوې او وروسته د باټک هوايي شرکت ۶۰۱۹ شمېره الوتنه کې بېرته دوحې ته د لېږلو لپاره کوالالمپور ته استول شوي دي. ''
قطر ایرویز هوايي شرکت وروسته په یوه اعلامیه کې وویل: د مساپرو راز ساتنې لپاره موږ پر دغسې ځانګړو پېښو هېڅ ډول څرګندونه نه کوو.