تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۴۲٫۰۰۰ فوټه لوړ له ښځې سره زیږون کې د ترکي الوتکې خدمې مرسته
د ترکیې هوايي چلند اړونده یوه الوتکه کې ۳۲۰۰۰ فوټه لوړ له یوې مینداورې ښځې سره د الوتکې خدمې زیږون کې مرسته کړې ده.
ویل کېږي مور او د هغې نوې زیږېدلې نجلۍ روغتیايي وضعیت اوس ښه دی.
نورو مسافرو هم د ماشومې زیږېدو کې مرسته کړې.
پر ښځې وروسته تر هغه د زیږون دردونه ورغلل، چې الوتکې ته یې له پورته کېدا ډېر وخت لا نه و تېر شوی.
الوتکه له ګیني نه استانبول ته روانه وه.
دغې مور خپله ماشومه خدیجو نومولې. کله چې الوتکه بورکیا فاسو کې کښېناسته، نجلۍ او مور ژر له ۷۳۷ بوینګ الوتکې نه روغتون ته ولېږدول شوې.
دواړې ستړې ښکاري، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.
د ترکیې د هوايي چلند په خبرپاڼه کې راغلي: ''د الوتکې خدمې د نافي دیابي په نوم یوه ه مسافره- چې د میندوارۍ ۲۸ اونۍ یې تېرې شوې وې- ولیده چې د زیږون دردونه پرې راغلي.''
تر ډېره د هوايي چلند شرکتونه هغه میندو ته د سفر اجازه ورکوي، چې د میندوارۍ یې ۳۶ اونۍ تېرې شوې وي، خو د ډاکټر له خوا د میندوارۍ د ۲۸ اونیو تېرېدو یو تصدیقپاڼه باید ولري چې په دې سره یې د زیږون اټکلي نېټه معلومه وي.