مولانا فضل الرحمان د عمران خان حکومت ړنګولو وړاندیز وکړ

پاکستان کې د اپوزیسيون ډېری ګوندونه نن چهارشنبه جون ۲۶ د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد سره راټول شوي وو، چې د هغه د حکومت پر ضد د پراخ احتجاج لپاره مشورې وکړي.
دغه ګڼ ګوندیز کنفرانس چې د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کېږي، په کې د اپوزیسيون شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون درلود.
په دغو سیاستوالو کې د پخواني لومړي وزیر نوازشریف وررو شهباز شریف، د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او یو شمېر نورو سیاستوالو ګډون کړی و.

پاکستان کې د اپوزیسيون ګوندونه د عمران خان پر حکومت تور پورې کوي، چې د پاکستان د پوځ په ملاتړ يې واک ترلاسه کړی او په ټول ټاکنو کې يې له دوی سره درغلي کړې ده.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ټول ګوندي غونډې (اي پي سي) ته پرانیستونکې وینا کې ویلي، د عمران خان حکومت د ټګۍ برګۍ له لارې راغلی او ړنګول یې غوره چاره ده.
مولانا فضل الرحمن غونډې ته وینا کې تور پورې کړ چې د عمران خان حکومت د ولس دښمنه بودیجه وړاندې کړې او هېواد کې ګراني اوج ته رسېدلې.

رپوټونو کې ویل شوي، د بلوچستان نېشنل ګوند او جماعت اسلامي ګوندونو دغه غونډه کې له ګډون کولو ډډه کړې. د پاکستان مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف غونډې ته وینا کې وویل، اوسنی حکومت د درغلیو له لارې تپل شوی او له ګرانۍ د خلکو ژغورلو لپاره که اړتیا پېښه شي د حکومت ړنګولو ته چمتو دي.
خو د غونډې یو بل ګډونوال او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو زوی بلاول زرداري وايي، د دې غونډې له پرېکړو وروسته به د راتلونکي لپاره تګلاره ټاکي.

نوموړي له دې مخکې په تکرار ویلي، چې هدف یې د حکومت ړنګول نه دي، بلکې حکومت ته باید فرصت ورکړل شي، چې قانوني موده بشپړه کړي.
له دې مخکې د پاکستان پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ نون د مشرتابه تر منځ د عمران خان حکومت پر ضد د تحریک په تړاو هوکړه شوې وه او د روانې جون میاشتې پر ۱۶ د مریم نواز له لوري د بلاول بوټو لپاره میلمستیا کې په دې اړه پرېکړه شوې وه.










