کرېکټ نړیوال جام: اسټرالیا نیمه پایلوبې ته لار وموندله

د ای سي سي نړیوال جام سیالیو لړ کې نن ۳۲ مه لوبه کې چې د لندن لارډز لوبغالي کې وشوه، اسټرالیا انګلنډ ته په ۶۴ منډو ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

انګلنډ باید نیمه پایلوبې ته د لارې موندنې لپاره خپلې پاتې دواړه لوبې وګټې، چې له هند او نیوزیلنډ سره یې لري.

اسټرالیا لومړی توپوهنه یا بېټنګ وکړ او انګلنډ ته یې د ۲۸۶ منډو هدف وټاکه، چې ځوابي لوبه کې انګلنډ لوبډلې ۴۴ اعشاریه څلور اووره کې ۲۲۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

پچه انګلنډ ګټلې وه او اسټرالیا ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. فاسټ بالر جوزف برېنډف پنځه وېکټې تر لاسه کړې.

کله چې انګلنډ لوبډلې دې هدف ته د رسېدو لپاره لوبه پیل کړه په لومړنیو ۲۲ اوورنو کې یې د څلورو وېکټو له زیان سره ۹۷ منډې وکړې.

انګلنډ د ځوابي لوبې په لومړني اوور کې د جیمز ونس وېکټه له لاسه ورکړه. فاسټ بالر یا چټک توپ اچوونکي جوزف برېنډوف جیمز ونس له لوبې بهر کړ.

انګلنډ بالرانو په زړه پورې لوبه وکړه او د ۲۸ اوورنو لوبه کې اسټرالیا لوبډله د ۲۸۶ منډو تر حده محدوده کړه. د اسټرالیا لوبډلمشر ایرن فنچ وايي، خوښ نه دی، چې دوی و نه شوای کولای لوی هدف وټاکي، خو په خبره یې که بالران یې تکړه شي، اوسنی هدف هم کافي دی.

ایرن فنچ دغو سیالیو کې د لومړنۍ سلیزې له بشپړولو وسوځېد. د اسټرالیا وېکټ ساتونکی الیکس کېري له ۳۸ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

انګلنډ د نړیوال جام سیالیو کې تر اوسه شپږ لوبې کړې چې څلور یې ګټلې او دوې یې بایللې دي.

له نننۍ لوبې وروسته به انګلنډ له هند او نیوزیلنډ سره کوي. اسټرالیا لوبډلې هم تر اوسه شپږ لوبې کړې چې پنځه یې ګټلې دي او لس پواینټونه لري. اسټرالیا په روان سیالیو کې یوازې د هند له لوبډلې سره سیالۍ کې ماته لیدلې.