تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسراییلو د ټرمپ په نوم نوی ښارګوټی پرانیست
اسرایلي لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او هلته د امریکا سفیر د جولان په لانجمنه سیمه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نامه د یوه ښارګوټي د نومولو مراسمو کې ګډون کړی.
دغه نوی جوړېدونکی ښارګوټی د امریکا ولسمشر ته د درناوي په موخه 'د ټرمپ د لوړو' په نامه نومول شوی چې پرون یې پرانېستونکي مراسم وو.
ښاغلي نتنیاهو وویل، دا د ټرمپ لخوا پر جولان لوړو د اسرایلو د واکمنۍ د رسمیت پېژندنې له کبله د هغه د مننې په موخه یوه تاریخي ورځ وه. اسرایلو د جولان لوړې د ۱۹۶۷ کال د جګړې پر مهال له سوریې نه نیولې وې.
د دې ښارګوټي ساختماني چارې تر اوسه نه دي پیل شوې، خو ددې ښارګوټي په پرانېست غونډه کې د ډونلډ ټرمپ په نوم د تابلو او امریکا بیرغ مخ کتنه وشوه.
منتقدینو دا یو نمایشي حرکت بللی چې د دوی په وینا کلک حقوقي اساس نه لري.
امریکا لومړی هېواد دی چې تېر مارچ کې یې د لومړی ځل لپاره دغه سیمه د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت وپېژندله.
اسراییلو د جولان لوړې په ۱۹۸۱ کې رسما خپلې خاورې سره یوځای کړه، هغه پرېکړه چې نړیوالې ټولنې رد کړه.
ښاغلي نتنیاهو د ډونلډ ټرمپ د 'اسراییلو ملګری' بللی او ویلي یې دي: دا یوه 'تاریخي ورځ' ده.
اسراییلو کې د امریکا سفیر ډېوېډ فریډمن چې د ښارګوټي پرانېست غونډه کې یې ګډون کړی و ویلي، د ټرمپ پرېکړه د هغه د زړورتیا نښه ده.
د اسراییلو لومړي وزیر وړاندې د اپریل میاشت کې وعده کړې وه چې د امریکا د ولسمشر په ویاړ به یو نوی ښارګوټی د هغه په نوم ونوموي.
جولان غرونه اسراییل ته ولې مهم دي؟
د مارچ میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، جولان غرونه د اسراییل خاوره ده.
هغه دا سیمه د اسراییلي دولت د امنیت او سیمه ییز ټیکاو لپاره ډېره مهمه وبلله.
د سوریې حکومت د ټرمپ دا څرګندونې بې مسوولیته وبللې او و یې غندلې.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې د امریکا دا ګام "په پټو سترګو د اسراییل د تقلید ښه ثبوت" وباله.
د سوریې رسنۍ وایي، د دغه هېواد حکومت به د جولان د بېرته ترلاسولو لپاره خپل ټول زور وکاروي.
د اسراییل لومړی وزیر بن یمین نتن یاهو- چې بیا بیا د سوریې جګړه کې د ایران د لاسوهنې خبرداری ور کوي- د ټرمپ له پرېکړې مننه کوي.
"داسې وخت دی چې ایران سوریه کې اډې جوړوي او د اسراییل له منځه وړل غواړي، خو ټرمپ زړورتیا سره پر جولان غرونو د اسراییل ملکیت ومانه".
پر ۲۰۱۷ کال کې امریکا په حکومتي کچه بیت المقدس د اسراییل پلازمېنه وباله او پر ۲۰۱۸ کال یې له تل ابیب خپل سفارت هلته ولېږداوه.
د امریکا دا پرېکړه د فلسطین او عرب نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شوه.
فلسطنیان وايي، ختیځ بیت المقدس د دوی د راتلونکي هېواد پلازمېنه ده او د ۱۹۹۳ کال د فلسطین او اسراییل د تړون له مخې پر دغه سیمه پرېکړه وروسته کېږي.
جولان غرونه
جولان غرونه ۱۲۰۰ کیلومتره مربع پراخوالی لري.
د سوریې له پلازمېنې دمشق نږدې ۶۰ کیلومتره لرې سوېل لوېدیځ کې پراته دي.
دې سیمه کې نږدې ۳۰ سلنه یهود اوسي او د یوې اندازې له مخې دوه لکه خلک ور لېږدول شوي دي.
دې سیمه کې دوه لکه سوریایان هم اوسي، د سوریې او اسراییل ترمنځ پر سرحدي اهمیت سربېره دلته له یوې خوا د اردن او له بلې خوا د لبنان پوله هم ور سره لګېدلې ده.
جولان غرونه ولې جنجالي دي؟
اسراییل پر ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ د جګړې وروستیو کې پر دغه سیمه ولکه وکړه.
پر ۱۹۷۳ کال د دې سیمې د سوبې لپاره د سوریې هڅه ناکام شوه او پر ۱۹۸۱ کال اسراییل دا سیمه خپله وبلله.
خو په نړیواله کچه د اسراییل دا ګام ونه منل شو او هم له سختو نیوکو سره مخ شو.