هند محکمې هغه پوځي افسر له زندانه خوشی کړی چې بهرنی بلل شوی و

د هند یوې عالي محکمې د هغه تجربه کار هندي پوځي افسر خوشي کولو امر کړی چې د (بهرني) کس په نامه نیول شوی او د توقیف یوه مرکز ته استول شوی و.

د بي بي سي خبریال وینیټ کهاري وايي، ۵۲ افسر محمد ثناالله ته د اسام ایالت مرکزي ښار ګوهاټۍ کې ځايي پولیسو د ټیلیفون له لارې ویلي و چې د بهرنیو وګړو معلومولو ځانګړي قضايي پلاوی بهرنی بللی او باید د پولیسو مرکز ته حاضر شي.

هغه پلاوی چې افسر محمد ثناالله یې بهرنی بللی، یوازې په اسام ایالت کې کار کوي او هغه کسان هندیان بولي چې د ۱۹۷۱ کال مارچ میاشتې ۲۴ شپې له ماخوستنه مخکې هند کې اوسېدل.

هغه شپه له هغې ورځې مخکې وه چې بنګله دېش له پاکستانه ازادي اعلان کړه. د حیرانۍ وړ دا ده چې د هغه سرحدي ځواک چې محمد ثناالله یې ۳۰ کاله افسر و، یوه دنده دا هم ده چې د هند پولو اوږدو کې د غیر قانوني کډوالو تګ راتګ مخه ونیسي.

نوموړی له نیول کېدو یوه ورځ وروسته یوه توقیفي کمپ ته لېږدول شوی و چې سلګونه نور هغه کسان هم پکې ساتل کېږي چې بهرنیان بلل شوي دي. په اسام ایالت کې دغسې شپږ کمپونه چمتو شوي دي.

دغه کمپونه په ۲۰۰۹ کال کې د دې لپاره چمتو شوي چې بهرني بلل شوي کسان و نه تښتي او ځینې داسې هم شته چې له کلونو راهیسې دغو کمپونو کې ساتل کېږي.

خو ښاغلی ثناالله ځکه بختور بلل کېږي چې د نیول کېدو پېښې یې په ملي کچه د رسنیو پام ځانته کړ او خبر یې له داسې سرلیکونو سره خپور شو چې ګواکې (د جګړې اتل) د بهرني په تور زنداني شوی دی.

د هند اپوزیسیون کانګرس ګوند یوه مشر د ښاغلي ثناالله نیول هندي امنیتي ځواکونو ته یو (سپکاوی) وباله او ځینو نورو بیا پوښتنه کړې چې ایا د هندیانو او بهرنیانو معلومولو اړوند قانون (این ار سي) د غیر قانوني کډوالو معلومولو وسیله ده او که د ټولو هندي مسلمانانو د غیر قانوني کډوالو بللو لپاره د پلمې په توګه کاروول کېږي؟

د چارواکو ځواب معمولاً دا وي چې په دې لیستونو کې لسګونه زره هندوان هم شامل شوي، خو اعتراض کوونکي بیا د تابعیت قانون یوه ترمیم ته اشاره کوي چې له مخې یې له پاکستان، افغانستان او بنګله دېشه هند ته کډوال شویو غیر مسلمانانو ته د دغه هېواد تابعیت ورکول کېږي.

ویل کېږي، کله چې د هند سترې محکمې د ثناالله قضیې په تړاو له ځايي چارواکو معلومات وغوښتل، نو د هغه قضیې له اسنادو معلومه شوه چې د نوموړي خلاف د ده د دریو کلیوالو کسانو د شاهدي پر بنسټ ۲۰۰۹ کال کې قضیه ثبت شوې وه.

چارواکي وايي، دغو کسانو د معلوماتو یو ځای کولو لپاره ګومارل شوي افسر چندرمل داس ته ویلي و چې ثناالله د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته نژدې یوه کلي کې د زېږېدو خبره کړې وه، خو له دې دریو کسانو اوس یوه هم خپلې پخوانۍ خبرې نه مني.

دغه کسان ادعا کوي چې خبرې یې ناسمې تعبیر شوې او جعلي لاسلیکونه ترې اخیستل شوي دي. د ښاغلي ثناالله کورنۍ هم رد کړې چې ګواکې نوموړي کله بنګله دېش کې د زېږېدو خبره کړې ده.

د ښاغلي ثناالله لور شهناز اختر، بي بي سي خبریال ته وویل، پلار یې د نیول کېدو پر مهال خبر شو، چې لس کاله مخکې یې پر ضد دوسیه ثبت شوې ده.

بل لور ته هغه افسر چې په خپل رپوټ کې یې ښاغلی ثناالله بهرنی بللی، پروسږ کال تقاعد شوی او نوموړي این ډي ټي وي خبري شبکې ته ویلي 'دا ټوله کیسه د رپوټونو یو ګډوډي وه '.

نوموړی وايي هدف یې د یوه بل سړي په اړه معلومات تر لاسه کول و چې هغه هم ثناالله نومیده او په رپوټونو کې د دواړو کسانو نومونو یو ډول لیکل کېدو له کبله ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی.