د پاکستان پوځ د دفاعي لګښت د کمولو اعلان وکړ

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هېواد د پوځ د دې پرېکړې هرکلی کوي چې وايي پخپله خوښه د راتلونکي مالي کال بودیجه کې کموي.

ویل کېږي چې د پاکستان د تېر مالي کال کې بودیجه کې د دفاع لپاره ۱۱ سوه میلیارد روپۍ ځانګړې شوې وې.

عمران خان خپل ټوېټر کې لیکلي چې د پوځ د بودیجې کمېدو سره سپما شوې پیسې به له پښتونخوا سره د یو ځای شوو قبایلي سیمو او بلوچستان پر پرمختیايي چارو ولګول شي.

له دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور هم پر ټوېټر دا خبره کړې وه چې پوځ خپله بودیجه کموي:

د هغه په خبره، د دفاعي بودیجې کمل به د پاکستان پر امنیتي او دفاعي حالت اغېز ونه کړي:

موږ ټولو خطرو ته د ځواب ویلو وړتیا لرو، د پوځ درې واړې څانګې دې بودیجې کمول سنجیده عمل سره سمبالوي. د قبایلي سیمو او بلوچستان پرمختګ کې برخه ضروري ده.

د ګلوبل فایر پاور اینډېکس له مخې د پاکستان پوځ اړوند کسانو شمېر ۹ لکه او ۱۹ زره دی.

تېره میاشت د پاکستاند لومړي وزیر د مالي چارو سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: موږ راتلونکې بودیجه د ځان بساینې شعار سره وړاندې کوو، دې برخه کې موږ ټول یو بل سره درېږو، هغه که ولس، پوځ یا خصوصي ادارې دي.

د هغه په خبره، د پوځ په ګډون ټولې ادارې په دې سلا شوې چې سنجیده او پایښتي اداري سمون راولي او دې کار لپاره به سختې پرېکړې هم پکار وي.