تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند په ښوونیز مرکز کې اورلګېدنې ۲۰ کسان وژلي
هندي چارواکو ویلي چې د دې هېواد په یوه تعلیمي مرکز کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.
د سورات سیمې لویدیځه څنډه کې دغه ښوونیز مرکز کې اور لګیدلو سره زدکوونکي لیدل شوي چې ځانونه یې له دې ودانۍ لاندې غورځول.
ډېری قربانیان د همدې مرکز ماشوم زدکوونکي ښودل شوي.
چارواکي وايي تر اوسه د اورلګېدنې کره لامل مالوم نه دی.
په دې پېښه کې شاوخوا ۲۰ کسان ټپیان شوي او د ګجرات یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د اور وژنې یوه سیمه ییز چارواکۍ ډيپک ساپتالي رسنیو ته ویلي، زدکوونکي د ځان راغورځولو او اور له امله وژل شوي دي.
د قربانیانو عمرونه تر شلو کلونو کم ښودل شوي.
ویل کېږي د قربانیانو شمېر ځکه زیات دی چې اورلګېدنه د ځینو(پوړیو) شاوخوا شوې او د تېښتې لار بنده شوې وه.
د هند لومړي وزیر نرندرا مودي په ټویټر د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواشیني ښودلې او چارواکو ته یې امر کړی چې مرستې ته ودانګي.