تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د ویکي لیکس پر بنسټګر ۱۷ نوي تورونه لګولي
د امریکا عدلیې وزارت د ویکي لیکس په نامه د حکومت مالوماتو د افشا کوونکې وېبپاڼې شریک بنسټګر جولین اسانج پر وړاندې ۱۷ نوې رسمي تورونه لګولې دي.
هغه په لومړي ځل تېره میاشت پر ۲۰۱۰ کال د امریکا د پوځ د سلګونو زرو اسنادو په خپرولو تورن شو.
په نویو تورونو کې پرې د امریکا د جاسوسۍ له قانونه سرغړونه او په چین او منځني ختیځ کې د امریکايي څارګرو سرچینو د پېژند ډاګیزونه هم راځي.
ښاغلي اسانژ په لندن کې په یوه محکمه کې امریکا ته استول کېدو غوښتنه ننګولې ده.
نوموړی اوس په لندن کې بندي دی.
د امریکا عدلیې وزارت له نهه کلونو راهیسې هڅه کوي چې ښاغلی اسانج په امریکا کې محکمې ته کش کړي چې دی د سلګونه زرو محرمو اسنادو د افشا په تور ددې هېواد قضايي سیتسم ته ورمخ شي.
خو په لندن کې د اکوادور هېواد په سفارت کې دده د اوږدې مودې پناه دغه چاره ستونزمنه کړې وه.
اوس چې نوموړی د اکوادور لخوا د لندن پولیسو ته سپارل شوی دی د امریکا د عدلیې وزارت دده پرضد نوي تورونه پورې کړي.
نوي تورونه
د امریکا عدلیې وزارت تېره ورځ ښاغلی اسانج پروړاندې ۱۷ نور تورونه ولګول چې تر ټولو جدي یې د امریکا د جاسوسۍ ضد قانون څخه سرغړونه، د امریکا د پوځ پخوانۍ غړې سره چلسي میننګ سره د محرمو اسنادو په پټولو کې مرسته او په منځني ختیځ کې د امریکا د استخباراتو د پټو سرچینو د هویت افشا کول دي.
نوموړی لومړی ځل د امریکا لخوا تېره میاشت برتانیې ته له سپارل کېدو وروسته په رسمي ډول د پوځي اسنادو په غلا تورن شو.
د جولین اسانج مدافع وکیلان هڅه کوي چې د پخوانیو تورونو پر وړاندې امریکا ته دده له سپارلو مخنیوی وکړي، خو لا معلومه نه ده چې دغه نوي تورونه به د نوموړي قضیه څومره نوره پېچلې کړي.
څو ورځې وړاندې یوه سویډني څارنوال له محکمې غوښتي چې ښاغلی اسانج دې د نژدې یوه لسیزه وړاندې په دغه هېواد کې د جنسي تیري په تور ونیسي.
که د برتانیې قضايي سیستم دغه غوښتنه ومني، له برتانیې بهر د اسانج لېږدولو ته به لار هواره شي.