تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ویکي لیکس 'د سي آی اې سایبري جاسوسۍ ابزار' افشا کړل
افشاګرې ویپاڼې ویکي لیکس زرګونه محرم اسناد خپاره کړي چې ادعا کوي د هغو سافټ ویرونو جزییات چې د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي آی اې) یې په پراخ ډول د کمپیوټري وسایلو هک کولو کې ترې کار اخلي.
د ویکي لیکس په ادعا دا "سایبري وسلې" په کمپیوټرونو او ځېرکو ټېلفونو او همداراز په کورني توکو لکه ځېرکو ټلوېزیونونو او ان د انټرنیټ موډمونو کې د سي آی اې د نفوذ لپاره کارول شوي دي.
د ویکي لیکس د راپور له مخې، ددغو نفوذي سافټ ویرونو ځینې خپله د سي آی اې لخوا جوړ شوي، خو ویل کېږي چې د بریتانیا د کورنیو اطلاعاتو ادارې (ام آی فایف) هم پر سامسنګ ټلوېزیونونو د برید لپاره د جاسوسۍ یوه سافټ ویر په جوړولو کې رول لرلی دی.
ادعا شوې چې سي آی اې د سامسنګ ځیرکو ټلویزیونو کې د نفوذ یوه لاره موندلې ده چې کولی شي ددې ټلویزیونو نژدې مکالمې واوري.
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، "د ادعا شویو اطلاعاتي اسنادو د منځپانګې یا کره والي په اړه نظر نه څرګندوي."
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې نشي کولی په دې اړه نظر څرګند کړي.
ویکي لیکس وایي، کومې سرچینې چې دا معلومات د خپرولو په موخه ددوی په واک کې ورکړی، ددې بحث راپورته کول یې غوښتل چې ایا د سي آی اې د هک کولو توان ددغې ادارې له واکونو ورتېر شوی دی؟
د بي بي سي د ټکنالوژۍ چارو خبریال مارک وارډ وایي، د سي آی اې د معلوماتو په ذخیره کې شته چې ډېره برخه یې لکه ځیرکو ټلویزیونونو ته ظاهرا بریالی نفوذ، د حیرانتیا خبره نه ده. تر دې وړاندې هم هکرانو په یوازې سر توانېدلي ورته کار وکړي، نو په دې توګه د یوې استخباراتي ادارې مامورین کولی شي له معمولي هکرانو یو ګام مخته وي.
د بي بي سي د ټکنالوژيکي چارو خبریال په وینا، دا احتمال شته چې سي آی اې د "ناوړه سافټ ویرونو" جوړولو باندې میلیاردونه ډالر لګولي وي.
مارک وارډ باور لري کوم څه چې د سي آی اې د هکرانو له توانایۍ ډېر اندېښمنوونکی دی، کمپیوټري سیسټمونو ته د نفوذ لارو په اړه د معلوماتو نه خپرېدل دي. دا خبره کېدای د سایبري مجرمانو لخوا په ناوړه توګه وکارول شي.
ویکي لیکس ویلي، خپاره شوي معلوماتو د هغو معلوماتو یوه برخه ده چې غواړي د سي آی اې سایبري فعالیتونو په اړه یې خپاره کړي.