پر سعودي د ممکنه برید په تړاو مکه کې بېړنۍ سرمشریزې

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز آل سعود د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو او نورو عربي هېوادونو مشران دوو بېړنیو سرمشریزو ته وربللي، چې پر سعودي او عربي متحده اماراتو د ممکنه بریدونو په تړاو بحث وکړي.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت په ټویټر پاڼه کې لیکلي، دا سرمشریې به د روانې مې میاشتې پر ۳۰مه په مکه کې جوړېږي.
د سرمشریزو دا بلنه داسې مهال کېږي، چې په خلیجي سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده.
امریکا په وروستیو ورځو کې خلیج کې جنګي بېړۍ او الوتکې ځای پرځای کړې، چې وايي دا کار یې د ایران د "ګواښ" له کبله کړی.
د سعودي رسمي خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې له خولې ویلي، د سرمشریزو جوړېدو بلنه ددې لپاره ده چې "سعودي له ملګرو هېوادونو او د عربي هېوادونو د همکارۍ شورا له غړو او عربي ټولنې سره په ګډه سلامشوره او همغږي رامنځ ته کړي او هدف دا دی چې په سیمه کې ټیکاو او امنیت ټینګ شي."
سرچینه زیاتوي، د سعودي او اماراتو اندېښنه وروسته تر هغه ډېره شوه چې د عربي متحده اماراتو اوبو ته څېرمه پر سوداګریزو بېړیو بریدونه وشول.
همداشان، په وروستیو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغي ملېشو په سعودي کې د تېلو پر دوو چاڼځیو بریدونه وکړل.
اماراتو تېره اونۍ اعلان کړی و چې الفجیره ته څېرمه د دوی په اوبو کې ۴ سوداګریزې بېړۍ ویجاړې شوې دي.
سعودي عربستان ټینګار کوي په ویجاړو شویو بېړیو کې دوې تېل لېږدوونکې بېړۍ د دوی وې.
تر اوسه مالومه نه ده ایا حوثیانو، چې په یمن کې د ایران په ملاتړ د سعودي عربستان پرضد جنګېږي، الفجیره بندر ته څېرمه او هرمز تنګي نه بهر دا بریدونه کړي او که بل چا.

د عکس سرچینه، AFP
تر اوسه اماراتو د برید د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د برید د مسؤولیت ګوته چا ته نیولې ده.
تر برید څو ورځې وروسته، د سعودي پر تېلي چڼځیو هم بریدونه وشول.
حوثیانو څو ځله پر سعودي هدفونو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.











