لاهور کې د صوفیانو زیارت ته څېرمه چاودنه شوې

داتا دربار
د عکس تشریح، تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی.

پاکستاني سیمه ییزې رسنۍ وايي، د لاهور ښار صوفيانو یوه لوی داتا زیارت ته څېرمه چاودنه شوې، چې لږترلږه اته کسان پکې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، ښکاري چې د برید موخه د پولیسو یو موټر وي.

پولیس وايي، په چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۵ کسان هم ټپیان شوي.

تر اوسه د یوه پولیس او یوه ولسي وګړي وژل کېدل تایید شوي.

چاودنه د صوفیانو داتا دربار زیارت ته څېرمه شوې، چې سوېلي اسیا کې د صوفیانو تر ټولو لوی زیارت دی.

د لاهور ددغه برید مسوولیت له پاکستاني طالبانو سره نژدې يوې ډلې "حزب الاحرار" منلی دی.

په سیمه کې د چاودنې ځای ته څېرمه عملیات هم روان وو او سیمې ته ډېر پولیس استول شوي دي.

د پاکستان رادیو ویلي، لومړي وزیر عمران خان په سختو ټکو دا برید غندلی او له اړوندو چارواکو یې غوښتي چې ټپیانو ته د درملنې لپاره پوره اسانتیاوې برابرې کړي.

د صوفیانو داتا په نامه دربار د پاکستان دویم لوی ښار لاهور کې پروت دی، چې هر کال سلګونه زره زیارت کوونکي ورځي.

داتا دربار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داتا دربار د لاهور ګنجان اباد سیمه کې دی، چې هره ورځ زره زیارت کوونکي ورځي

په ۲۰۱۴ کال د خیبر پښتونخوا پېښور کې پر یوه ښوونځي د طالبانو له هغه برید وروسته چې لږترلږه ۱۴۱ کسان یې ووژل، پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې چاره ګړندۍ کړې او د یاد برید په تړاو یې ځینې کسان اعدام هم کړل.

په ۲۰۱۶ کال لاهور کې د مسیحیانو پر یوه مذهبي غونډه برید وشو، چې لږترلږه ۷۲ کسان یې ووژل.

د ۲۰۱۰ کال جولای میاشت کې د دغه زیارت انګړ ته یو ځانمرګی بریدګر ننوتی و چې هلته یې لږترلږه ۴۲ کسان ووژل او ۱۷۵ نور یې ټپیان کړل.