تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین دویم کاناډایی هم په اعدام محکوم کړی
په چین کې یو کاناډایی وګړی د نشه کوونکو میتامفتامین مادې د تولید او قاچاق په جرم په مرګ محکوم شوی دی.
فن وي دویم کاناډایی وګړی دی چې سږ کال په چین کې په اعدام محکومېږي.
په ګوانګ دونګ کې د محکمې د اعلان له مخې، فن وي د نشه يي توکو د یوې ډلې مشر و.
هغه او د ډلې لسو نورو کسانو یې چې یو امریکایی او څلور مکسیکويان هم پکې وو، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې نیول شوي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریسټیا فریلنډ وايي، هېواد یې "ددغه حکم په اړه ډېر اندېښمن دی."
د اغلې فریلنډ په وینا، کاناډا په ټوله نړۍ کې د اعدام له حکم سره مخالفه ده.
د چین او کاناډا ترمنځ اړیکې تېره ډیسمبر میاشت هغه وخت ترینګلې شوې چې کاناډا کې د هواوي شرکت یوه جګپوړې مشره ونیول شوه.
یوه میاشت وروسته، په چین کې محکمې د یوه کاناډايي بندي رابرټ لوید شلنبرګ د بند ۱۵ کلن حکم په اعدام بدل کړ.
په تېرو میاشتو کې چین یو پخوانی کاناډایی دیپلومات مایک کوریګ او یو بل کاناډایی وګړی مایکل سپاور د ملي امنیت پروړاندې کړنو له کبله زنداني کړل.