تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'بېوزلي د ماشومانو زدکړه زیانمنوي'
برتانیا کې د ښوونکو یوه سروې ښيي چې بېوزلي د ماشومانو وړتیا زیانمنوي او پر زدکړې یې منفي اغېز لري.
د زدکړې ملي اتحادیه وایي، هغه ماشومان په زدکړو کې ستونزې لري چې ښوونځي ته په وږي نس ځي او له غالمغالي کورنیو دي چې بشپړ خوب نه شي کولی.
د څېړنې پر مهال یوه ښوونکي ویلي،"زه په داسې حال کې چې یوې ډلې ته د فونکس لوست ورکوم نورو ته سېریل ورکوم چې ویې خوري."
برتانیا کې وزیران وایي تر هر بل وخت ډېر خلک په کار ګومارل شوي، معاشونه د بیعو لوړوالي پرتله ښه دي او ډېر لږ خلک په بشپړې بېوزلۍ کې ژوند کوي.
خو د زدکړې ملي اتحادیه وایي د دوی د غړو ترمنځ شواهد ښيي چې تر پخوا لا ډېرې کورنۍ د بېوزلي لمن ته ورلوېږي.
په ترسره شوې سروې کې له ټولې برتانیې تر ۸۶۰۰ ډېرو غړو ګډون کړی و چې د مارچ له ۲۰ مې د اپرېل تر درېميې ترسره شوې.
په دوی کې تر ۹۱سلنه ډېرو ویلي چې د ماشومانو د زدکړې د وړتیا په محدودولو کې غربت ونډه درلودلې ده، او په دوی کې نژدې نیمايي کسانو دا یو اصلي لامل بللی دی.
'په دې چې غریبانان دي ځورول کېږي'
نژدې درې پر څلورمې کسانو بېوزلي د دې لامل بللې چې په ټولګي کې ماشومانو ته خوب ورځي، تمرکز نه شي کولی او بدچلند کوي.
نیمايي کسانو ویلي چې د غربت له امله زدکوونکي یې وږي وي او یا ناروغان وي. په دریو کې تر یوې برخې ډېرو کسانو ویلي چې شاګردان یې کله نا کله په دې ځورول کېږي چې غریبانان دي.
یوه ښوونکي ویلي،"زما د ټولګي ډېری زدکوونکي وږي او تږي راځي."
ویل شوي ځینې ښوونکي له خپلو پیسو د ماشومانو لپاره خوراک او کالي اخلي او کله نا کله ښوونځي د زدکوونکو د کالیو په مینځلو کې مرسته کوي یا وړیا سهارنۍ (ناشتا) ورکوي.