تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د زده کړې ننګونې
په افغانستان کې د ښوونځيو کموالی د دې لامل شوی چې ډېر ښوونځي په یوه ورځ کې څو درسي پړاوونه ولري او درسي ساعتونه یې کم وي. د لومړيو زده کړو، زده کوونکو ته یوازې درې ساعته درس ورکول کېږي. منځنۍ او لیسه کې بیا ساعتونه ډېرېږي خو څومره چې مضمونونه دي هغومره نه. د شمېرو له مخې اوسمهال افغانستان کې ۱۷ زره ښوونځي دي چې د چارواکو په وینا نیم یې ودانۍ نه لري. اریا احمدزۍ کابل کې دوو دولتي او نا دولتي ښوونځيو ته ورغلې او دا رپوټ یې برابر کړی دی.