دوو چینايانو د یو میلیون ډالرو جعلي ایفونونه په اصلي بدل کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې دوه چینایي زدکوونکي تورن شوي چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت یې زاړه جعلي ایفونونه اپل کمپنۍ ته لیږلي او په بدل کې یې نوي اصلي مبایلونه ترلاسه کړي دي.
تېره میاشت د یوې ثبت شوې جنايي قضیې له مخې ویل کیږي دغه ټلیفونونه له چین لېږل شوي او نوي هم بېرته همدغه هېواد ته لېږل شوي او پلورل شوي دي.
ویل کېږي د جعلي ایفونونو نیمايي یې په اصلي بدل شوي دي.
دواړو زدکوونکو ادعا کړې چې دوی خبر نه و چې ګواکې دغه مبایلونه دې جعلي وي.
د اپل په وینا په دې پېښه کې یې ۹۰۰ زره ډالره زیان کړی دی.
ژوو يانګیانګ او جیانګ قوان د امریکا په اورېګان سټېټ پوهنتون (Oregon State University) کې زدکړې کوي او په دې پېښه کې تورن بلل شوي دي.
د دې بدلو ایفونونو پېښه هغه وخت ښکاره شوه چې د ګمرګ کارکوونکو له چین ورغلیو مبایلونو پنځه مشکوک ډبي خلاص کړل.
د امریکا امنیتي چارواکي وايي، په څېړنو کې د یوه زدکوونکي په کور کې یې ۳۰۰ نور جعلي مبایلونه موندلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
جیانګ قوان تورن دی چې امریکا ته یې د جعلي توکو د لېږل رالېږد کاروبار کړی.
ژوو يانګیانګ بیا د جعلي اسنادو په کارولو تورن دی.
اپل شرکت څېړونکو ته ویلي چې د څه باندې درې زره ایفونونو د جوړولو غوښتنه ترې شوې وه چې شاوخوا ۱۴۹۳ یې منل شوې او مبایلونه بدل شوي دي. خو دا کمپنۍ وايي پاتې یې د جعلي مبایلونو په توګه بېرته رد شوي دي.
دا شرکت زیاتوي، دوی ته ویل شوي و چې دغه ایفونونه نه روښانېدل.








