تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان هند ته: د الوتکو ټوټې دې هر چا ولیدې
د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور وايي، بیا بیا درواغ ویل نه ریښتیا کېږي.
نوموړي هند ته په اشاره وویل، نوی ډېلی وایي، د پاکستان اېف ۱۶ الوتکه یې غورځولې، خو ثبوت یې وړاندې نه کړ.
د اصف غفور دا خبرې دوه ورځې له هغه وروسته دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، هند دې میاشت کې بیا پر پاکستان د برید پلان لري.
نوي ډېلي فرورۍ کې هم د پښتونخوا په بالاکوټ کې د جیش محمد پر مرکز د هوايي برید دعوه وکړه.
له هغې پېښې یوه ورځ وروسته د کشمیر په کنټرول کرښه کې د پاکستان د هوايي ځواک په برید کې د هندۍ الوتکې تر غورځېدو وروسته نوي ډېلي وویل، د پاکستان اېف شپاړس الوتکه یې هم غورځولې ده.
هند د غورځېدلې پاکستانۍ الوتکې د ثبوت لرلو دعوه هم وکړه، خو تر اوسه یې دا ثبوت وړاندې نه کړ.
اوس تورنجنرال اصف غفور خپل ټوېټر کې هندي چارواکو ته ځواب کې ویلي، چې په پاکستان د هند هوايي ځواک ته د رسېدلي تاوان ډنډوره مه غږوئ، چوپتیا له پام مه غورځوئ:
"حقیقت دا دی چې پاکستاني هوایي ځواک د هند دوه الوتکې وغورځولې او ټوټې یې هم ټولو پر ځمکه ولیدې".
د امریکا پلټنې څه وايي؟
له دې مخکې د امریکا فارن پالیسي هم ویلي چې د متحده ایالتونو دفاع وزارت چارواکو د پاکستان اېف ۱۶ الوتکې شمېرلې او پوره دي.
امریکايي چارواکو فارن پالیسي ته ویلي، د هند او پاکستان وروستۍ لانجې له امله څو الوتکې سملاسي نه وې، ځکه یې د ټولو د ګڼلو لپاره دوی څو اونۍ کار وکړ.
د دوی په خبره، اوس دا شمېر شوی او ټولې الوتکې شته او کتل شوې دي.
د امریکايي چارواکو دا خبره د هند هغه دعوه ردوي چې ویل یې له پاکستان سره د فرورۍ جنجال کې یې د دغه هېواد یوه اېف ۱۶ الوتکه غورځولې ده.
د هند هوايي ځواک ویل چې دغه کړکېچ کې د پاکستاني الوتکو له خوا په نښه شوي هندي پیلوټ ابهینندن ورتمان د خپلې الوتکې له غورځېدو مخکې د پاکستان الوتکه غورځولې ده.
خو د اسلام اباد حکومت بیا بیا د نوي ډېلي دا دعوه رد کړې ده.
د جمعې په ورځ هم د پاکستان د عامه اړیکو مشر د امریکا د فارن پالیسۍ رپوټ ته په اشاره وویل، دلته د پاکستان دریځ هم روښان او ریښتیا وخوت.
تورنجنرال اصف غفور دا هم وویل، چې د هند له لوري د برید او د هغه د اغېز په تړاو دعوه یې هم دروغ ده او اوس د دې وخت دی چې هند د پاکستان په لاس د خپلې دویمې الوتکې د غورځېدلو په ګډون د ټول زیان په هکله ریښتیا ووايي.