د زیارت دروازه کې نڅا: دوې پاکستانۍ پولیس افسرانې له دندې ګوښه شوې

پاکستان ښځینه پولیس افسره

د عکس سرچینه، DAILYMOTION

د عکس تشریح، ویډیويي کلیپ د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې خپور شوی، خو پولیس وايي پېښه له دې مخکې شوې ده

د پاکستان پنجاب ایالت کې ځايي چارواکو هغه دوې ښځینه پولیس افسرانې له دندې ګوښه کړې چې د یوه زیارت مخکې یې نڅا کوله او ویډیويي کلیپ یې ثبت کړی دی.

چارواکي وايي، تحقیقاتو کې ثابته شوې چې دوو ښځینه پولیس افسرانو د پنجاب صوبې پاکپتن سیمه کې د بابا فرید زیارت مخې ته نڅا کړې او ویډیويي کلیپ یې ترې ثبت کړی دی.

د چارواکو په خبره له دندې ګوښه شوې افسرانې ثنا تنویر او امبرین نومېږي.

ویل کېږي پولیس افسره ثنا تنویر د صوفي بزرګ بابا فرید د مزار مخې ته نڅېده او همکارې یې امبرین ترې ویډیويي کلیپ ثبت کړی.

د بي بي سي خبریال وايي، دغه ویډيويي کلیپ د ۲۰۱۸ کال جنورۍ کې خپور شوی و.

د سیمې پولیسو رسنیز دفتر مسوول کمال ناصر وايي، دواړه افسرانې په زیارت کې د عرس مراسمو پر مهال د ښځینه زیارت کوونکو تالاشۍ لپاره ګومارل شوې وې او له پېښې وروسته تر څلورو میاشتو پورې ترې پوښتنې ګروېږنې کېدې.

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

ښاغلي ناصر زیاته کړه، ثنا تنویر د نڅا له کبله له دندې شړل شوې، خو امبرین د ثنا ویډیويي کلیپ ثبتولو پر ځای د یوې بلې غیر قانوني چارې له کبله له دندې ګوښه شوې، چې نوموړي یې له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

د سیمې پولیسو مشره ماریه محمود وايي، پولیس یو منظم ځواک دی او د دې ښځینه پولیس افسرانو له کبله د ځواک حیثیت اغېزمن شوی دی.

د یادونې ده چې د پاکپتن پولیس مشره ماریه محمود د رضوان ګوندل پر ځای ګومارل شوې، چې همدې بابا فرید زیات ته د لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه خاور مانیکا او هغه د ماشومانو مخنیوي له کبله تبدیل شوی و.