''پاکستانۍ پوځي ډاکټرې ماشومه شکنجه کړې''

پولیسو کنزه نومې ۱۱ کلنه ماشومه محکمې ته وړاندې کړې، چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته د ماشومانو خوندي ساتلو اړوند ادارې ته سپارل شوې ده.

د عکس سرچینه، VIDEO GRAB

د عکس تشریح، پولیسو کنزه نومې ۱۱ کلنه ماشومه محکمې ته وړاندې کړې، چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته د ماشومانو خوندي ساتلو اړوند ادارې ته سپارل شوې ده.

د پاکستان راولپنډۍ ښار کې پولیس چارواکي وايي، د دغه ښار اړوند چاوڼۍ سیمې هغه پوځي ډاکټره تر اوسه نه ده نیول شوې، چې د ماشومې نوکرې (خدمتګارې) له وهلو ټکولو وروسته له کوره تري تم شوې.

بل لور ته ځايي محکمې د دغې ډاکټرې جګړنې عماره ریاض مېړه محسن ریاض ضمانت له نیول کېدو مخکې منظور کړی دی.

ویل کېږي محسن ریاض یوه شخصي کلینیک کې ډاکټر دی او مېرمن یې جګړنه عماره راولپنډۍ 'کمباینډ ملټري هسپتال ' نومي روغتون کې درملنه کوي، چې کنترول یې د پاکستان له پوځ سره دی.

پولیسو کنزه نومې ۱۱ کلنه ماشومه محکمې ته وړاندې کړې، چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته د ماشومانو خوندي ساتلو اړوند ادارې ته سپارل شوې ده.

پولیسو ته د ماشومانو ژغورنې ادارې له لوري عریضه کې ویل شوي، چې جګړنې عماره ریاض دغه ماشومه د کور کارونو او ماشومانو پالنې لپاره د نوکرې په توګه ساتلې وه.

عریضه کې ویل شوي، چې ښځې مېړه به دندې ته د تلو پر مهال دغه ماشومه د کور په یوه خونه کې ایساروله او که کومه تېروتنه به ترې وشوه، د چاړې، اوسپنیز نل یا کمربند (ملاتړ) ګوزارونه به یې پرې کول.

راولپنډۍ پولیسو مشر احسن عباس وايي، د دغې ښځې نیولو لپاره یې د پوځ له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې، خو ځايي پولیس وايي تر اوسه د هغې نیولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ټویټر

د عکس سرچینه، TWITTER

ټویټر

د عکس سرچینه، TWITTER

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د دغې ماشومې لپاره د عدل او انصاف غوښتنه کړې.

د قضیې یو څېړونکی پولیس افسر محمد ارشد وايي، د تورنې ښځې کور ته څو ځله پولیس د هغې نیولو لپاره استول شوي دي، خو د کور دروازه تړلې او دوی نه دي بریالي شوي هغه ومومي.

قضیه کې پر عماره او مېړه یې تور پورې شوی، چې ماشومه یې په غیر قانوني توګه بندۍ ساتلې، ذهني او بدني زور زیاتی یې ورسره کړی دی.

د قضیې یو مدعي نوید اختر وايي، د ډاکټرانو لومړني رپوټ کې ثابته شوې، چې پر کنزه نومې دغې ماشومې تشدد شوی او پر بدن یې د وهلو ټکولو نښې نښانې موندل شوې دي.