تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسراییل کې د حضرت لوط د وخت د مالګې کان
اسراییل کې لرغونپوهانو داسې درنګ( د مالګې کان) موندلی، چې نړۍ کې د مالګې تر ټولو لوی غار دی.
د مړ سمندر په غاړه ملهم غار یا سمڅه کې د ننه تر لس کیلومتره اوږدې لارې تللې دي.
صحرا کې دا درنګ داسې ځای کې موندل شوی چې په تړاو یې انجیل کتاب کې ویل شوي چې دلته د حضرت لوط مېرمن د مالګې په مینار بدله شوه.
دا لرغونپوهان چې له لسو کلونو راهیسې پر دغه غار کار کوي وايي، چې ښايي د بارانونو له امله د دې غار اوږدوالی زیات شي.
د دوی په خبره، د باران اوبه د غار په مخ له درزونو درنګ ته ننوځي، له امله یې مالګه ویلې کېږي او دا په غار کې نورې لارې هم جوړوي، چې ور سره مالګینې اوبه مړ سمندرګي ته بهېږي.
ملهم غار اصل کې د سدوم غره برخه ده چې اسراییل کې تر ټولو لوی غر دی.
دا غار هم اول ځل ۱۹۸۰ لسیزه کې وموندل شوه.
د اسراییل پلټنډلې یا اسراییل ایکسپلورر کلب اړوند د غار موندنې مینوالو کې یاو نګیو د ملهم غار د اندازه کولو لپاره دوه کاله مخکې د نقشې جوړولو پرېکړه وکړه او ور سره د سمڅو د کارپوهانو ډله جوړه شوه.
بیت المقدس یا یرویشلم کې د عبراني پوهنتون پوهاند بوام وايي، چې یوه ورځ په غار کې ناست و، نو وپوهېدل چې مکروني کې مالګه کمه ده:
"موږ له یوې ډبرې مالګه وتوږله او خوړو کې مو واچوله".