تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"مېړه مې غوښتل د ملګرو مخ کې یې نڅا وکړم"
- Author, عرفان خټک
- دنده, ازاد خبریال
یوې پاکستانۍ ښځې خپل مېړه په وهلو او د سر وېښتانو په کلولو تورن کړی، چې ګني د هغه [مېړه] او د ملګرو په مخ کې یې له ګډا ډډه کړې ده. دې قضیې په هېواد کې د ښځو د وضعیت په اړه جندي اندېښنې راپارولې دي.
اسماء عزیز چې په لاهور ښار کې اوسېږي، وروسته تر هغه د ورځپاڼو د سرلیکونو د سر خبر وګرځېده، چې پر خواله رسنیو یې یو وېډیويي کلیپ خپور کړ.
نوموړې په دې وېډیو کې ښکاري چې سر یې کل کړل شوی او د وهلو او ځور نښې له ورایه پرې ښکاري.
خو د هغې مېړه میا فیصل او خدمتګار یې چې اوسمهال له پولیسو سره بندیان دي، دا ردوي چې ګني اسماء یې وهلې دي.
دا پېښه په کورنیو تاوتریخوالو کې د ښځو د ملاتړو د غږ پورته کېدو لامل شوی.
د بښنې نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "تدریجي بدلون اړین دی."
د مارچ پر ۲۶مه، په خپره شوې وېډیو کې اسماء وايي، دوه ورځې وړاندې سخته ربړول شوې، دا ځکه چې د خپل مېړه او د هغه د ملګرو په مخ کې له ګډا (نڅا) یې ډډه کړې وه.
د هغې مېړه خپل ملګري د دفاع وزارت اړوند یوې لوکسې مېنې ته مېلمانه کړي وو.
دا وايي: "د خپل خدمتګار مخ کې یې جامې په زور رانه وایستلې، خدمتګار ونیوم زما وېښتان یې کل او وسېځل."
دا وايي: "جامې مې په وینو لمدې شوې، پر یوه پایپ او بیا د چت په پکې پورې یې وتړلم او ګواښ یې وکړ چې بربنډه به دې وتړم."
د پولیسو بې غوري
اسماء وايي، کله چې د پولیسو مرکز ته له خپل مېړه د شکایت درج کولو لپاره ورغله، پولیسو یې د شکایت ځواب وځنډاوه، خو پولیس وايي داسې کار نه دی شوی.
پولیسو ویلي، سم لاسي یې یوه ډله د اسماء کور ته واستوله، خو هلته یې هېڅوک ونه موند او کور قلف و.
پولیسو پښه ثبت کړې او د کورنیو چارو د مرستیال وزیر شهریار اپریدي په امر یې یو پولیس افسر ونیو، یوه ورځ وروسته د اسماء مېړه او خدمتګار راشد ونیول شو.
لومړني طبي رپوټ ثابته کړې چې هغه وهل شوې، وهل شوي ځایونه یې پړسېدلي، مړوندونه او اننګي (غومبوري) او د کېڼې سترګې شاوخوا یې سره اوښتي.
وروسته، د اسماء وکیلانو او مدافعینو د جنايي قانون پرځای د ترهګرۍ ضد مبارزې د قانون له مخې د جنایت کوونکو د محاکمه کولو غوښتنه کړې.
وکیلانو لاهور کې پولیسو ته داسې ثبوتونه هم وړاندې کړي، چې دا قضیه "په ټولنه کې د ډېرې اندېښنې او وېرې لامل ګرځېدلې."
خو د هغې مېړه میا فیصل پولیسو ته ویلي، ښځې یې په خپله له یوې اونۍ راهیسې د نشه يي توکو د کارولو تر اغېز لاندې خپل سر کل کړی او ده یوازې په دې کار کې مرسته ورسره کړې ده، ځکه چې دی هم د نشه يي توکو تر اغېز لاندې راغلی و.
دې قضیې پر خواله رسنیو پراخه غوسه راپارولې ده، چې ډېرو پاکستان کې د کورني تاوتریخوالي پرضد خپل قهر ښودلی.
محافظه کار پاکستان کې لاهم د ښځو د حقونو مسله په ټولنیزه توګه له څو کلونو راهسې لانجمنه موضوع ګرځېدلې.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۶ کال د نر او ښځې ترمنځ د برابرښت د رپوټ له مخې، پاکستان د ۱۸۸ هېوادونو نوملړ کې د ښځو د روغتیا، تعلیم، سیاسي او اقتصادي ثبات برخو کې ۱۴۷ ځای لري.
فعالان وايي، د رسمي شمېرو برعکس، د ستونزې ریښتینې کچه ډېره لوړه ده؛ ځکه چې ګڼې پېښې پټې ساتل کېږي.