''خدای ټرمپ د اسرائیلو د ژغورلو لپاره را لېږلی''

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، 'کېدای شي ' ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خدای له لوري له ایرانه د یهودانو ژغورنې لپاره استول شوی وي.

اسراییلو ته د یوه مهم سفر لړ کې له 'کرسچن خپرندویه ادارې ' سره مرکه کې نوموړي وویل، دا د ده عقیده چې پر دې یې باوري کړی دی.

نوموړي دغه راز د امریکا د هغو هڅو ستاینه وکړه چې په وینا یې 'په منځني ختیځ کې دغه دیموکراسي، دغه یهودي دولت پر ځای پاتې دي '

دغه څرګندونې له ټولوژنې د یهودانو ژغورنې یوې ځانګړې ورځې په مناسبت مخې ته راغلې دي.

له ښاغلي پومپیو سره مرکه کوونکي یادونه وکړه، د 'پوریم ' په نامه دغه ورځ د ملکې استهیر لخوا له پارسیانو د یهودانو ژغورنې په مناسبت لمانځل کېږي.

په ځواب کې ښاغلی پومپیو چې د کنساس ایالت پخوانی سناتور او د سي ای ای مخکینی مشر و وايي:

''د یوه عیسوي په حیث زه په دې کلک باور لرم. ''

د خپلې واکمنۍ له لومړي سره ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد سخت دریځ غوره کړی دی. له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ ښاغلي ټرمپ د جولان غونډیو په تړاو د امریکا دریځ کې بدلون اعلان کړ.

ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې وویل، اوس وخت رارسېدلی چې امریکا پر جولان غونډیو د اسراییل بشپړ حاکمیت ومني.

سوریې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې وغندلې او 'غیر مسوولانه ' یې وبللې چې وايي، اوس وخت راغلی چې د اشغال شویو جولان غونډیو د اسراییلو حاکمیت ومنل شي.

د سوریې دولتي خبري اژانس له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دا د اسراییلو لپاره د امریکا 'ړوند پلویتوب ' ښيي.

خبرپاڼه زیاتوي 'سوریه ژمنه ده چې له هرې ممکنې لارې دغه سیمه بېرته واخلي. '

جولان غونډۍ اسراییل په ۱۹۶۷ کې لاندې کړې او ۱۹۸۱ کې یې د خپلې خاورې برخه وبللې، چې نړیوالې ټولنې د اسراییل دغه اقدام په رسمیت نه دی پېژندلی.

اسراییل په سوریې کې د خپل دښمن ایران له پوځي حضور سره کلک مخالفت کوي، چې د سوریې اته کلنه جګړه کې ډېر شوی دی.

د پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي ټرمپ څرګندونې د امریکا لسیزو پخوانۍ پالیسي په بله واړوله. په یوه ټویټر پیغام کې نوموړي وویل، دغه غونډۍ 'د اسراییل دولت او سیمې د ټیکاو لپاره ستراتيژیک او امنیتي اهمیت لري. '

د اسراییل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د امریکا ولسمشر مننه کړې او هغه ته یې یوه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي، تاسې تاریخي اقدام وکړ.

جولان غونډۍ څه دي؟

جولان غوندۍ د سوریې له پلازمېنې دمشق نه ۶۰ کیلومتره سویل ختیځ کې پرته سیمه ده چې مساحه یې ۱۲۰۰ مربع کیلومترو ته رسېږي. منځني ختیځ کې د ۱۹۶۷ کال جګړې وروستیو کې اسراییل د جولان ډېره برخه له سوریې ونیوله او د ۱۹۷۳ کال جګړه کې د سوریې هغه هڅه ناکامه کړه چې د جولان بېرته نیولو لپاره یې پیل کړې وه.

یو کال وروسته دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې دغه سیمه کې به ۷۰ کیلومتره غیر پوځي زون رامنځته کوي، چې د ملګرو ملتونو یو څارونکی ځواک به پکې ګزمه کوي، خو په تکنیکي توګه دواړه هېوادونه د جګړې په حالت کې پاتې شول.