تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو: ایران له سرې کرښې اوښتی
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، د سوریې په خاوره کې پر ایراني هدفونو د دوی د ځواکونو بریدونه "سمه" چاره وه، ځکه د هغه په خبره ایران له سرې کرښې پښه اړولې ده.
ښاغلي نتنیاهو په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، اسراییلیانو " د سوریې په خاوره کې پر ایراني هدفونو پرېمانه ګوزارونه کړي دي."
هغه وویل هېواد یې له ایران سره په جګړه دی او په دې اړه د اسراییل سیاست څرګند دی : " موږ نه پرېږدو چې ایران په سوریه کې پوځي شتون تثبیت کړي. "
اسراییل مخکې ویلي وو، د دوی پر خاوره د ایران د راکټي بریدونو په غبرګون کې یې په سوریه کې کابو د ایران پر ټولو اړوندو ځایونو او هدفونو بریدونه کړي دي.
اسراییل د ایران سپاه پاسداران او د دغه ځواک قومندان قاسم سلیماني تورن کړي چې د سوریې له خاورې یې کابو ۲۰ توغندې پر اشغال شوې جولان سیمه ور توغولي دي.
امریکا، برتانیا او بحرین د "دفاع له حق" څخه ملاتړ کړی دی، جرمني، روسیې او فرانسې بیا له دواړو خواوو د نه جګړې غوښتنه کړې ده.
د دواړو لوریو ترمنځ نښتې له ایران سره له شوي اټومي تړونه د امریکا له وتلو دوه ورځې وروسته شوې دي.
اسراییل له ایران سره له شوي اټومي تړونه د امریکا پر شا کېدل ستایلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تړونه د وتلو پر مهال خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اسراییل اندېښنو او افشاګریو ته نغوته (اشاره) وکړه.
د اسراییلي پوځ ویاند ویلي، د سوریې په خاوره کې یې د ایران لسګونه مرکزونه له منځه وړي دي.
نوموړې ادعا کړې چې پر اسراییلي جنګي الوتکو پسې د سوري ځواکونو څو توغول شوي توغندي یې هم شنډ کړي دي.
ویل کېږي د سوریې پر خاوره د اسراییل وروستي بریدونه له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې د بشار اسد دولت پر ضد پاڅونونه پیل شوي، تر ټولو درانده بریدونه دي.