تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسراییلي او سوري ځواکونو پر یو بل 'بریدونه' کړي
اسراییل وايي، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د سوریې له خاورې پر دوی بریدونه کړي، خو د سوریې چارواکي وايي، د اسراییل پر خاوره بریدونه د دوی ځواکونو کړي دي.
دوی زیاته کړې، دغه بریدونه د هغو بریدونو ځواب دی چې اسراییلي ځواکونو د سوریې پر خاورې کړي وو.
د اسراییل د دفاع وزارت ویاند په اعلامیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواکونو له سوریې سره پر پوله د دوی پر پوځي مرکزونو کابو شل توغندي توغولي دي. د سرچینې د اعلامیې پربنسټ چارشنبه شپه ناوخته د سوریې له خاورې پر جولان نومې اشغالي غونډیو توغندي وتوغول شول چې څو یې په هوا کې چاودلي دي.
سرچینې ویلي، پر اسراییل شویو بریدونو کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی خو د اسراییل پوځ دغه بریدونه د ایران ګڼی او د ځوابي سناریو لپاره چمتووالی نیسي.
تر یادو بریدونو څو ساعته وروسته د اسراییل د پوځ ویاند افیخای ادرعي پر ټوېټر پاڼه ولیکل، اسراییل د سوریې په خاوره کې د ایراني اهدافو د په نښه کولو لټه کوي او که سوریې پکې مداخله وکړي، ښې پایلې به ورته ونه لري.
د سکای نیوز د راپور له مخې، اسراییل په سوریه کې دوه پوځي اډې (خلخله او بلی) په نښه کړي دي. داسې راپورونه هم شته چې اسراییلي ځواکونو په جمرایا سیمه کې د سوري ځواکونه اډه هم په توغندي ویشتلې ده.
د سوریې دولتي ټلوېزیون ویلي، د سوریې پوځ د اسراییل د تېرې شپې بریدونو ته ځواب ور کړی دی.
د سوریې ټلوېزیون ادعا کړې چې پر څلورو اسراییلي هدفونو یې بریدونه کړي او د دوی د ادعا له مخې د اسراییل له خوا د یوه توغول شوي توغندي د شنډولو انځورونه یې هم ښودلي دي.