تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د لبنان هوايي ځواک پوځيانې
ډېری هغه ښځې چې د لبنان په هوايي ځواک کې یې خدمت کړی تر ډېره په اداري او لوجستیکي چارو کې بوختې وې، خو د بي بي سي خبریاله الویزي الانا وايي، د لبنان د پوځ قومندان هڅه کوي دا وضعیت بدل کړي.
العمار جوزیف عون وايي، د ښځې پرمختګ او پیاوړتیا یې د کار په لومړیتوب کې ده، چې په راتلونکې کې ښځې هم د جګړې ډګر ته ودانګي.
ښځو ته د پوځ لومړیو کرښو کې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي، خو دا دنده په هوايي ځواک کې نه وه.
شپږو نجونو د هوايي ځواک پیلوټۍ ته ازموینه ورکړې، چې یوازې دوو یې لاره موندلې ده. ۲۷ کلنه لومړۍ بریدمنه اشنتال کالاس او ۲۶ کلنه ریتا زاهر.
ریتا وايي، کله یې چې د لومړي ځل لپاره وسله والو ځواکونو کې د کار کولو هوډ وکړ، له ډېرو نیوکو سره مخامخ شوه او ډېر په دې اند وو چې ګني سړو ته ځانګړې شوې دنده کې کار کوي.
شانتال هوډ کړی و چې له ماشومتوبه د الوتکې چلولو ته ځان برابر کړي، خو مور او پلار یې اندېښمن وو چې ګني دوی به د کار او کورني ژوند تر منځ انډول څه ډول برابر کړي، خو شانتال پای کې خپل هدف ته ورسېده.
دا وايي: "زما په اند، ښځه باید پر ټولو کورنیو او ټولنیزو ستونزو بریالۍ شي چې خپل هدف ته ورسېږي."
۲۴ کلنه منار اسکندر د لبنان پوځ کې د ډلګۍ مشرې په رتبه کې لومړنۍ مخانیکي ده.
کله چې منار په هوايي ځواک کې دنده پیل کړه، په اساسي ډول اداري چارې ور وسپارل شوې، خو وروسته مخانیکي کارونه ورکړل شول.
منار وايي: "کله چې لومړی ځل دلته راغلم، نارینه ملګرو خواخوږي را سره وښوده، داسې لکه زه چې مرستې ته اړتیا لرم. خو وروسته ورو ورو په دنده کې زما مهارت زیات شوي او هغه حد ته ورسېدم چې اوس دوی زما کار نه شي کولی."
"په خپلو کوچنیو لاسونو ځینې داسې کارونه کوم چې دوی یې نه شي کولی، لکه د ماشین تنګو ځایونو کې کار کول."
شانتال وايي، د لبنان پوځ کې د ښځو لپاره وخت بدل شوی دی:
"پوځ کې هر غړی زموږ لاسنیوی کوي او هدف ته په رسېدو کې مرسته را سره کوي، مفاهیم بدل وشي او سړي تر ډېره د جګړې په ډګر کې ښځې مني او په ټولنه کې د ښځې د لا ازادۍ غوښتونکي دي."
.