تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په هند کې د نړۍ تر ټولو سترو ټاکنو نېټه اعلان شوه
د هند د انتخاباتو کمېسیون نن یکشنبه (د مارچ ۱۰مه) اعلان وکړ چې د عمومي ټاکنو له پاره رایې اچونه به د اپریل میاشتې په یولسمه نیټه پیل شي او په ۷ پړاونو کې به بشپړه شي او پایله به یې د مئ میاشتې په ۲۳مه اعلان شي.
د انتخاباتو د کمېسیون یوه چارواکي سنیل اروړا په ډیلي کې د دې اعلان پرمهال وویل چې رایه اچونه به د اپریل له یوولسمې نېټې نه د مئ میاشتې تر ۱۹ پورې دوام وکړي.
ښاغلي اروړا له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ټولو سیاسي ګوندونو ته ویل شوي چې د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال د هغو پوځیانو تصویرونه ونه کاروي چې اوس مهال برحاله خدمت کوي.
په هندوستان کې له ۹ سوو میلیونو ډېر کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي او دوی به په ټاکلې موده کې د رایې اچونې په یو میلیون مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.
په هندوستان کې د رایې اچوونکو شمېر په اروپا او استرالیا کې د ټولو اوسیدونکو وګړو پرتله ډېر دی.
دا په نړۍ کې تر ټولو سترې ټاکنې دي.
د هندوستان په پارلمان کې ۵۴۳ څوکۍ دي چې د حکومت جوړولو له پاره د ۲۷۲ څوکیو ګټل لازمي دي.
په ۲۰۱۴ کال کې په هندوستان کې عمومي ټاکنو ته د ۴۶۴ سیاسي ګوندونو نه او په خپلواکه توګه ۸۲۵۰ تنه کاندیدان ولاړ وو.