له ۲۰ زرو ډېر لرغوني توکي بلوچستان ته بېرته وسپارل شول

د سند ایالتي حکومت له ۲۰ زرو ډېر لرغوني توکي د بلوچستان ایالتي حکومت ته بېرته وسپارل.

دا لرغوني توکي په بلوچستان کې د مناسب موزیم د نه شتون له امله څه باندې څلویښت کاله د سند په ایالتي مرکز کراچۍ کې ساتل کېدل.

د بلوچستان سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته وویل په بېرته سپارل شویو توکو کې داسې توکي هم دي چې لرغونتوب یې تر شپږو زرو کاله پخوا ته ورګرځي.

په بلوچستان کې د کلتور او ګرځندوی مشر ظفر بلیدي د بي بي سي اردو څانګې له خبریال محمد کاظم سره په خبرو کې وویل، شاخوا ۵۰ کاله مخکې فرانسوي او ایټالوي کارپوهانو د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې دغه لرغوني توکي موندلي وو.

د نوموړي په وینا، دا لرغوني توکي په دې خاطر له بلوچستان نه سند ایالت ته استول شوي وو چې هغه مهال په بلوچستان کې یې د ساتلو مناسب ځای نه و.

ښاغلی بلیدي ویلي، په تېرو حکومتونو کې هم له سند نه د دغو توکو د بېرته ترلاسه کولو هڅې شوې وې، خو دا توکي بلوچستان ته بېرته نه و سپارل شوي.

د بلوچستان د کلتور او ګرځندوی مشر وايي ترلاسه کړي لرغوني توکي به د بلوچستان پوهنتون کې جوړیدونکي موزیم کې کېښودل شي.

په عین حال کې د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال خان د لرغونو توکو د بېرته ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې ''ژوندي قومونه د خپل تهذیب، کلتور او خپلو نیکونو د دود دستور د ژوندي ساتلو له پاره هره ممکن کوښښ کوي. ''

هغه پر تېرو ایالتي حکومتونو نیوکه وکړه چې په وینا یې بلوچستان کې یې د لرغونو توکو او میراثونو د ساتنې لپاره اقدامات نه وو کړي.

وزیر اعلی وویل د بلوچستان ایالتي حکومت د ۲۰۶۷۵ لرغونو توکو د بېرته ترلاسه کولو له پاره اقدامات وکړل او وتوانېد چې ۴۰ کاله مخکې سند ایالت ته وړل شوي لرغوني توکي بېرته ترلاسه کړي.

د ښاغلي کمال خان په وینا، ډېر ژر به دغه لرغوني توکي د خلکو د نندارې لپاره د بلوچستان په پوهنتون کې جوړېدونکي موزیم کې کېښودل شي.