ورځپاڼې: بهرني فکتورونه د افغان سولې پر خبرو اغېز لري

"اندېن اکسپرېس" ورځپاڼې دوحه کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو ته په اشاره ليکلي په دې وروستيو کې طالبانو د سولې په خبرو کې د پرمختگ خبرې کوي او وايي تخنيکي ډلې د هوکړې پر يوې مسودې کار کوي.
د ورځپاڼې په وينا خو په دغو خبرو اترو کې افغانستان کې د راوان تاوتريخوالي په گډون گڼې پېچلتياوې لا هم پر ځاى پاتې دي. ورځپاڼه په دې لړ کې شوراب کې پر يوې پوځي اډې د طالبانو وروستي بريد ته اشاره کوي.
ورځپاڼه وايي، يو لړ بهرني فکتورونو هم پر خبرو اترو خپل اغېز پرايستى لکه د قطر او سعودي دښمنۍ او د پاکستان او هند ترمنځ ترينگلتيا د خبرو اترو پر پايلو د ناڅرگندتوب سيورى غوړولى.
ورځپاڼه وايي طالبانو سره د امريکا خبرې د افغانستان په اوسمهال او راتلونکي کې د طالبانو رول ته مشروعيت ورکوي او افغانستان کې د طالبانو د حکومت احتمال په دغه هېواد کې د پاکستان د پراخ نفوذ په مانا کېداى شي او دا هند لپاره د اندېښنې وړ ده.
ځينو ورځپاڼو بيا د اسراييلو د لومړي وزير بنيامېن نتنياهو يوې لفظي تېروتنه راخيستې چې په کې د افغانستان يادونه يې کړې.
"جروسلوم پوست" ليکلي چې ښاغلي نتنياهو په خپله وينا کې چې اپرېل کې کېدونکو ټولټاکنو لپاره د لکود گوند د نوماندانو د پېژندنې پر مهال يې کوله د يولړ هېوادونو نومونه يې ياد کړل چې په وينا يې په دې وروستيو کې يې ورته سفرونه کړي. لومړي وزير د برازيل، استراليا، روسيه، جاپان، امريکا او ځينو نورو ترڅنگ يې د افغانستان نوم هم ياد کړ.
خو وروسته په خپلې تېروتنې پوه شو او بيا يې پر ټوېټر وليکل چې موخه يې ازربايجان و. نوموړي د ټوکو په بڼه پر ټوېټر دا هم ليکلي "څوک څه پوهېږي؟ کېداى چې په بله دوره کې." يانې چې کېداى شي د لومړي وزارت په بله يې دوره کې يې دا کار وشي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
"نيويارک ټايمز" وايي د اېچ. آى. وي ويروس چې د اېدز د ناروغۍ لامل گرځي، له پېژندنې وروسته داسې برېښي چې په دغه ويروس يو کس اوس په بشپړ ډول رغېدلى.
ورځپاڼه وايي دولس کاله وړاندې هم دغه ويروس په يوۀ وگړي کې په بشړ ډول له منځه تللى و خو بيا په نورو ناروغانو کې دغه راز يوه پايله نه وه کتل شوې.
خو اوس دغې حيرانوونکې بريا دا کره کړې چې له ایچ. اى. وي ويروسه رغېدل شونې دي.
دغه دواړه تاريخي رغېدنې د اډوکو د مغز پيوند په پايله کې شوې او دا پيوند د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره شوى و نه د اچ آى وي.
ورځپاڼه وايي په نژدې راتلونکې کې د اډوکو د مغز پيوند به دغې ناروغۍ لپاره ښايي ډېره واقعي لاره نه وي.
ساينس پوهان دا پرمختگ رغېدنه بولي خو په څرگنده ويل يې ځکه گران دي چې ار اوسه په دغه برخه کې د بري دوه دغه راز بېلگې شته.








