د سعودي لوی زندان کې د عرب- امریکایي ډاکټر ربړونه

د ملاتړ کمپاین په لړ کې عرب او بهرنیو فعالانو له سعودي چارواکو د سعودي تر ټولو لوی زندان "ذهبان" کې د بندي ډاکټر ولید فتیحي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د دغه ډاکټر کیسه څه ده؟

د بشري حقونو ټولنې یوه مشر یحی العسیري بي بي سي ته وویل "د ولید روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ شو، همدا وو چې روغتون ته ولېږدول شو. د هغه د وضعیت په اړه هېڅ مالومات نه شته."

العسیري زیاتوي "په ۲۰۱۷ کال کې چې کله په ریټز هوټل کې ونیول شو، ډاکټر ولید فتیحي ربړول شوی او سپکاوی یې شوی دی".

په سعودي عربستان کې د بندیانو د ملاتړ پر یوه ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې فتیحي "داسې پیچکارۍ لګولو ته اړایستل شوی، چې پر دماغ یې منفي اغېز کړی".

په همدې لړ کې، د بشري حقونو فعالانو له واشنګټن غوښتي چې پر سعودي عربستان د فتیحي خوشي کولو لپاره فشار راولي. دوی وايي "د امریکايي ادارې چوپه خوله پاتېدل دا ثابتوي، چې ټرمپ پر بشري حقونو د امریکا ګټې لومړیتوب بولي."

ډاکټر الفتیحي، چې د امریکا تابعیت هم لري، د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې د فساد پرضد کمپاین پرمهال نیول شوی.

الفتیحي امریکا کې د لوړو زدکړو پرمهال د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړ، هلته یې طب ولوست بیا سعودي ته ستون شو او په جده کې یې یو خصوصي روغتون جوړ کړ.

نوموړی پر خواله رسنیو او خلکو کې د "محیاي" پروګرام کې ډېر مشهور شو، چې پر "اېم بي سي" تلوېزیون به خپرېده.

ټویټر کارنې فاتن خضر لیکلي: "پرمختللي ولسونه په انسان پانګونه کوي، ځکه چې پوهېږي د هېواد بنسټ جوړوي او د پرمختګ لامل یې ګرځي. خو کله چې یو پوه سپکېږي، بندي کېږي، ربړول شکېږي او په خیانت تورنېږي، یوازې د همدې لپاره دا کار کېږي چې هغه د یوه سالم او ټینګ فکر څښتن دی، پوه شه چې ته په عربي هېواد کې یې."

یوه بل بیا خپل غبرګون داسې ښودلی: "خپل زړه سوی او ژړا پرېږدئ، دا اصلاح غوښتونکی حجاز له دولت نه جلا غواړي او په سعودي کې د القرضاوي څانګې پلوی دی! #وليد_فتيحي."

ابو مالک العریفي پر ټویټر لیکي: "هر عرب باید د یوه داسې لوېدیځ هېواد د تابعیت اخیستو هڅه وکړي، چې هغه یې وساتي".

د فتیحي په اړه دا خبرې وروسته تر هغه ډاګیزه شوې، چې د سعودي څارنوالۍ د بشري حقونو فعالان او فعالانې محکمې ته وسپارلې.

د ربړولو کیسه

ګڼو خواله رسنیو کارنو په سعودي کې د بندیانو نومونه لیکلي او د بندیانو د ربړونې کیسې هم راوتلې، خو سعودي خبریال محمد بیک الساعد له بي بي سي سره خبرو کې د بندیانو د ربړولو خبرې رد کړې دي.

فعالانو د بندیانو د سم لاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو فعالې حصه محمد الماضي د څارنوالۍ له خوا محکمې ته د فعالانو سپارل ناڅرګند او خطرناک وضعیت بللی دی.

هغې بي بي سي ته وویل: "دا وېره شته جزايي محکمې د نیول شویو ښځو تر سپارل کېدو وروسته به دوی ډېرې وربړول شي."

بل خوا، ځینو خواله رسنیو کارنو د څارنوالۍ له یادې پرېکړې دفاع کړې او له چارواکو یې د هر هغه چا په نښه کول غوښتي چې "د سعودي پر امنیت لوبې کوي."