مودي: که رفال الوتکې مو لرلی نو د جګړې پایله به بل ډول وه

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په یوې غوندې کې د وینا پرمهال خپلو خلکو ته وویل چې د هند پر وسله وال پوځ دې شک نه کوي.

د انډیا ټو ډی خبرې رسنۍ په یوې غونډې کې د وینا پرمهال ښاغلي مودي وویل هندوستان له یوې نوې ننګونې سره مخامخ دی او هغه له خپل هېواد سره د مخالفت او پر خپل هېواد د ملنډو وهلو ننګونه ده.

ښاغلي مودي وویل ''موږ حیران یوو، په داسې حال کې چې ټول هېواد له پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دی یو شمېر خلک زموږ پر پوځ شک کوي. ''

دغه راز ښاغلي مودي زیاته کړه چې له یوې خوا ټوله نړۍ له ترهګرۍ سره د هندوستان د جګړې پلوي کوي نو له بله پلوه ځیني ګوندونه له ترهګرۍ سره د دوی پر مبارزې شکونه کوي او دا هغه خلک دي چې د پاکستان د پارلمان غړي، د پاکستان راډیوګانې او تلویزوني شبکې د هندوستان پرضد د یوه ثبوت په توګه استعمالوي.

د هندوستان لومړي وزیر دا هم ویل که هندوستان د رفال په نامه جنګې الوتکې لرلې نو د جګړې پایله به بل ډول وه.

د یادونې وړ ده چې د رفال جنګي الوتکو پر پېرولو د هندوستان مخالف ګوندونه نیوکې او په دې برخه کې د شویو سرغړونو جاج اخلي.

بله خوا ته د مخالف ګوند مشر راهول ګاندي پر حکومت له دې امله هم سختې نیوکې کړې چې په اورګاډو کې ځیني خلک 'څوکیدار غل دی ' شعارونه ورکوي.

د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې د ترنګلتیا د ډېریدو لامل د هند غاړې کشمېر کې هغه ځانمرګی برید یادېږي چې لسګونه هندي پوځیان په کې ووژل شول.

د هندوستان واکمن ګوند بي جې پي لومړی وزیر نریندرا مودي په دې خاطر ستایلی چې په پاکستان کې نیول شوی هندی پیلوټ ابهینندن ورتمان په دوو ورځو کې بېرته هند ته وسپارل شو خو مخالف ګوند له حکومته غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ پرضد لا ډېر څه وکړي.

په ورته وخت کې ځینې کړۍ له حکومته غواړي چې پر پاکستان د هوايي برید شواهد له خلکو سره شریک کړي.

خو د هند د مالې وزیر ارون جیټلی ویلي چې هېڅ امنیتي اداره نه شي کولای چې د خپلو عملیاتو جزییات له خلکو سره شریک کړي.

د نوموړي په وینا که څوک د دغسې جزییاتو غوښتنه کوي نو هغه په هندوستان کې پر حاکم نظام نه پوهېږي.