تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان نیول شوی هندی پیلوټ هند ته وسپاره
پاکستاني چارواکو په رسمي توګه پر واهګه پوله هغه هندی پیلوت هندي چارواکو ته وسپاره چې د چهارشنبې پر ورځ یې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې د الوتکې له غورځېدو وروسته نیولی و.
ګڼ شمېر هندیانو له پاکستان سره پر پوله د نیول شوي پیلوټ ابهینندن وارتهامن بېرته هند ته د سپارلو لپاره انتظار کاوه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون 'پنجشنبه ' د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې وویل، د 'ښه نیت په موخه ' دغه پیلوټ د جمعې پر ورځ 'مارچ لومړۍ ' هند ته سپاري.
لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټر پیغام کې نوموړي پیلوټ ته هرکلی ویلی.
د هند له امرتسره د پاکستان تر لاهوره پورې د نژدې ۲۶ کیلومتره لارې اوږدو کې ګڼ شمېر کسان د نیول شوي پیلوټ بېرته سپارلو مراسمو لیدو ته راټول شوي وو.
هندي چارواکو له دې مخکې د پیلوټ سپارلو په مناسبت د پولې تړلو ورځني مراسم د جمعې ورځې ته ځنډولي وو.
د چهارشنبې پر ورځ د پیلوټ ابهینندن وارتهامن میګ - ۲۱ ډوله الوتکه د هند او پاکستان تر منځ ناندریزه کشمیر سیمه کې وغورځېده او پاکستاني چارواکو د نوموړي پیلوټ نیولو اعلان وکړ.
پیلوټ ابهینندن څوک دی؟
پیلوټ ابهینندن چې ۱۶ کاله پوځي تجربه لري د هند سویلي ښار چنای (چې مخکې مدراس نومیده) اوسېدونکی دی. د هند ځايي رسنیو رپوټونو له مخې د نوموړي له نیول کېدو سره سم د هغه پلرني کور په شاوخوا کې ځايي خلک راټول شول.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ کې د نوموړي یوه خپلوان له قوله ویل شوي، خلکو له حکومته غوښتل چې بې له ځنډه (په خوندي توګه د نوموړي د خوشي کېدو) لپاره اقدامات وکړي.
خو د پیلوټ ابهینندن کورنۍ د هغه نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي. د نوموړي په تړاو ویل کېږي چې پلار یې سیمهاکوټي یو مهال د ایر مارشال پر منصب دنده تر سره کړې، چې اوس متقاعد او سویلي ښار حیدراباد کې اوسېږي.
نوموړی لومړی ځل ۲۰۰۴ کال کې د پیلوټ په حیث انتخاب شو. د ابهینندن د عمر په باب ویل کېږي، چې دېرشمو کلونو کې دی.
اوس به څه کېږي؟
دواړه هېوادونه د تاوتریخوالي کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دي.
هند کې د پوځي چارو ماهر تورنجنرل راج مهتا بي بي سي هندي څانګې ته وویل، اصولاً به د پیلوټ ابهینندن طبي معاینه کېږي او له هغه وروسته به ترې پوښتنې ګروېږنې کېږي.
د ښاغلي راج په وینا د نوموړي په اړه ټول معلومات به هند حکومت ته ورکول کېږي او که چارواکي داسې کوم ثبوتونه ومومي چې له نوموړي سره ناسم چلن شوی او یا ځورول شوی دی، د جېنیوا کنوانسیون له مخې به یې څېړنه کېږي.
د پاکستان پوځ له لومړنۍ ادعا وروسته چې ویل یې، دوې هندۍ الوتکې یې غورځولې او دوه پیلوټان یې نیولي وروسته پاکستاني چارواکو وویل، یوازې یو هندی پیلوټ له دوی سره دی او هند حکومت د دغه پیلوټ ابهينندن د سملاسي بېرته سپارلو غوښتنه کړې وه.
کشمیر کې د هند او پاکستان تر منځ له هوايي نښتې وروسته لومړي سر کې هند وویل چې ټول پیلوټان یې خوندي دي، خو وروسته پاکستان یو ویډیويي کلیپ خپور کړ چې په وینو لړلی پیلوټ پکې غږیده.
پيلوټ ابهینندن په ویډیويي کلیپ کې د پاکستاني پوځیانو مننه وکړه او ویې ویل، ښه سلوک یې ورسره کړی دی.
خو هندي چارواکو 'نندارې ته ' د ټپي پیلوټ پر وړاندې کولو اعتراض کړی و او دا چاره یې له جنیوا کنوانسیونه سرغړونه وبلله. د هند بهرنیو چارو وزارت په وینا هندي چارواکو سملاسي د پیلوټ خوندي سپارلو غوښتنه وکړه.
هندی پیلوټ څنګه نیول شوی و؟
له دې مخکې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي و، پیلوټ ابهینندن له نژدې نیم کیلومتر ځغاستې وروسته دوی ونیو او پاکستاني پوځ ته یې وسپاره.
د ځايي کلیوالو په خبره پاراشوټ کې له کوزېدو وروسته پیلوټ پوښتنه وکړه، چې د هند په خاوره کې دی او کلیوالو د هو ځواب ورکړ، چې له هغه وروسته نوموړي د هند په پلوۍ شعارونه ورکړل.
خو کله چې کلیوالو د پاکستان په پلوۍ شعارونه ورکړل، نوموړي هوايي ډزې وکړې او د تېښتې هڅه یې وکړه. د کلیوالو په خبره دوی پر پیلوټ ابهینندن د ډبرو ګوزارونه وکړل او له نیولو وروسته یې امنیتي ځواکونو ته وسپاره. د نوموړي پیلوټ میګ -۲۱ ډوله الوتکه کشمیر کې له پاکستاني هوايي ځواک سره په هوايي نښته کې په نښه شوې وه.