تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستانی پوځ: یوازې یو هندی پیلوټ مو نیولی
د پاکستان پوځ له لومړنۍ ادعا وروسته چې وايي هندۍ الوتکې یې غورځولې او دوه پیلوټان یې نیولي اوس پاکستاني چارواکي وايي، یوازې یو هندی پیلوټ له دوی سره دی او هند حکومت د ابهی نندن نومي دغه پیلوټ د سملاسي بېرته سپارلو غوښتنه کړې.
پاکستان لومړی ادعا کوله چې هوايي ځواک یې له خپل هوايي حریمه پر هغو هدفونو بریدونه کړي چې په وینا یې د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر بیلونکې کرښې یا ایل او سي بل لور ته دي.
پاکستاني چارواکو وروسته وویل دوې الوتکې یې غورځولې چې د دوی لور ته اوښتې وې. پاکستاني پوځ د نیول شوي هندي پیلوټ ویډیويي کلیپ هم خپور کړ.
پیلوټ په دغه ویډیويي کلیپ کې د پاکستاني چارواکو د سلوک ستاینه کوي او ځان د سویلي هند اوسېدونکی بولي. بل لور ته هند حکومت په ډیلي کې د پاکستان سرپرست کمشنر غوښتي او د هند بهرنیو چارو وزارت په وینا له لاین اف کنټروله یې د تېرېدو له کبله رسمي احتجاج ورسپارلی دی.
هندي چارواکو (نندارې ته) د ټپي پیلوټ پر وړاندې کولو هم اعتراض کړی او دا چاره یې له جنیوا کنوانسیونه سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا هندي چارواکو سملاسي د پیلوټ خوندي سپارلو غوښتنه کړې.
رپوټونو کې ویل شوي د دواړو هېوادونو تر منځ کشمیر کې د ایل او سي شاوخوا سیمه کې تاوتریخوالی ډېر شوی او دواړه پوځونه پر یوه بل د ډزو او توپونو وېشتلو تورونه پورې کوي.
له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هند سره ترینګلي پوځي وضعیت په ترڅ کې پاکستاني ولس ته په خپله لومړۍ وینا کې ویلي، هند او پاکستان ته پکار ده چې له عقل او حکمت نه کار واخلي، ځکه جګړه د هېڅ یوه هېواد په ګټه هم نه ده او پاکستان هم جنګ نه غواړي.
لومړي وزیر په خپله وینا کې وویل، په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر خونړي برید وروسته پاکستان هند سره په پلټنو کې د هر ډول همکارۍ وړاندیز کړی و.
نوموړي وویل، دا د پاکستان په ګټه نه ده چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي او هند ته یې ویلي وو که د کشمیر په برید کې کوم پاکستانی وګړی لاس ولري، نو باید په اړه یې پاکستان ته مالومات ورکړل شي او اسلام اباد به یې پر ضد ګام اخلي.
خو عمران خان زیاته کړه چې د پاکستان د همکارۍ له وړاندیز سره سره ده وېره درلوده چې هند به بیا هم پر پوځي عمل لاس پورې کوي.
عمران خان تور پورې کړ چې سږ کال په هند کې د ټاکنو کال دی او دی پوهېده چې د هند حکومت به سیاسي ګټو لپاره د کشمیر له برید وروسته پوځي ګام اخلي.
عمران خان وویل، د یو خپلواک هېواد په توګه پاکستان هېڅ چاره نه درلوده چې د هند بریدونو ته ځواب ووایي او نن چارشنبه د فبرورۍ پر ۲۷مه یې همداسې وکړل.
د عمران په وینا، پاکستان د چارشنبې پر ورځ دوه هندي جنګي الوتکې ویشتلې دي او پیلوټان یې هم اوسمهال د پاکستان په بند کې دي.
لومړي وزیر وویل، د نړۍ په تاریخ کې لوی جنګونه ټول د ناسمې محاسبې له کبله پیل شوي دي او هېچا فکر نه کاوه چې دومره دوام به وکړي.
عمران خان وویل، هغو وسلو ته په کتو سره چې هند او پاکستان یې لري، ایا دواړه هېوادونه د ناسمې محاسبې خطر منلی شي، ځکه که وضعیت ترینګلی شي نو بیا به یې نه عمران خان او نه هم نرېندرا مودي کنترول کړای شي.
عمران خان په پای کې هند ته پیغام ورکړ چې باید خپلمنځي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او پاکستان چمتو دی چې د کشمیر برید په ګډون پر ټولو مسلو خبرې وکړي.