تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بنګله دېش: له دې وروسته روهېنګیا کډوال نه منو
بنګله دېش چارواکو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، له دې وروسته به له میانماره نور ورغلي مسلمانان د کډوالو په حیث نه مني. د دغه هېواد بهرنیو چارو سکرتر شاهد الحق پر میانمار چارواکو د کډوالو بېرته ستنېدو خبرو کې د 'تشو وعدو ' کولو تور پورې کړ.
د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو اوږدو کې د میانمار راکهاین ایالت کې له پوځي عملیاتو وروسته له ۷۴۰ زره ډېر روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش کې کمپونو ته کډوال شول.
ملګري ملتونه دا بحران توکمیزه له منځه وړنه بولي، خو میانمار چارواکي د بې ټاټوبي روهېنګیا لږکۍ ځورونه ردوي.
وروستۍ ناندرۍ پر هغې هوکړې سربېره رامنځته شوې چې د ۲۰۱۸ کال جنورۍ کې د بنګله دېش او میانمار تر منځ د روهېنګیا کډوالو بېرته ستنېدو پر سر شوې وه.
د هوکړې له مخې میانمار چارواکو هره اونۍ د ۱۵۰۰ کډوالو پر بېرته ستنېدو هوکړه کړې وه.
بنګله دېش چارواکو هغه مهال ویلي و، چې دوو کلونو موده کې د ټولو کډوالو بېرته ستنېدو تمه کوي. خو اوس د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا کې ښاغلي حق وویل، هېواد یې نور کډوال نه شي منلای. نوموړی وايي:
''په راکهاین ایالت کې د نامساعدو حالاتو له کبله یو روهېنګیا کډوال هم نه غواړي په خپله خوښه هلته ستون شي.ایا بنګله دېش په یوه ګاونډي هېواد کې له ځورول شویو لږکۍ کسانو سره د خواخوږۍ بیه پرې کوي؟ ''
بل لور ته ملګرو ملتونو کې د میانمار سفیر هوا دو سوان، د زغم غوښتنه کړې او په وینا یې د کډوالو ستنېدو لړ کې نه یوازې فزیکي مسایل شته، بلکې په وینا یې دې لړ کې رواني خنډونه هم موجود دي. هغه وايي:
''راکهاین ایالت کې د بېلا بېلو خلکو تر منځ د باور رامنځته کولو لپاره وخت، زغم او هڅونې ته اړتیا ده ''
بل لور ته میانمار لپاره د ملګرو ملتونو استازې کرستیان شرانر بورګینر وايي، میانمار ته د روهېنګیا کډوالو ستنېدو لړۍ 'سوکه ' ده. نوموړې دغه راز وايي میانمار چارواکي د کډوالو ستنېدو لړ کې د ملګرو ملتونو ادارو ته 'ناکافي ' لاسرسی ورکوي.