د پاکستان پوځ: زموږ ځواب به مو حیران کړي

تورنجرال اصف غفور وايي، ''که دوی د ځمکې له لارې راغلي وای، موږ به هغسې ځواب ورکړی و، چې موږ پلان کړی و''

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، تورنجرال اصف غفور وايي، ''که دوی د ځمکې له لارې راغلي وای، موږ به هغسې ځواب ورکړی و، چې موږ پلان کړی و''

د پاکستاني پوځ ویاند تورنجرال اصف غفور وايي، تېره شپه د هند الوتکې له دریو لوریو پر راډار ولیدل شوې او په مظفر اباد سیمه کې له پولې تېرې شوې.

نوموړی وايي، پاکستانۍ الوتکې هغه مهال په هوا کې چمتو وې. د پاکستاني پوځ ویاند خبرې غونډه کې لومړنۍ خبره دا وه:

''له بیوقوف دوسته ځېرک دښمن ښه وي، خو زموږ بدمرغي دا ده چې زموږ ګاونډی هند په دشمنۍ کې هم له حماقت او دروغو کار اخلي .''

هغه وايي، 'لومړي وزیر داسې نه دي ویلي چې د ځواب ورکولو په تړاو به فکر وکړي، بلکې وايي ځواب به ورکوو. ' د نوموړي په خبره هندیانو له دریو لارو د ننوتو هڅه وکړه. هغه وايي، 'هند ادعا کوي چې تر ۲۱ دقیقو پورې یې الوتکې د پاکستان هوايي حریم کې وې او ۳۵۰ ترهګر یې وژلي دي.

ښاغلي غفور د هند هغو ادعاو یادونه وکړه چې په رسنیو کې یادې شوې دي. د هند رسنیو کې ویل شوي وو:

پاکستان
د عکس تشریح، عیني شاهدان وايي، چاودنې دغه سیمه شوې

''بالاکوټ کې لومړی برید له دریو بجو او ۴۵ دقیقو تر درې بجو او ۵۳ دقیقو، دویم برید مظفر اباد کې له درې بجو ۴۸ دقیقو تر درې بجو او ۵۵ دقیقو او دریم برید چکوټهي سیمه کې له درې بجو ۵۸ دقیقو تر څلورو بجو او څلور دقیقو پورې. ''

د پاکستان پوځ ویاند وايي، ' تاسې خو راشئ موږ ته وښیئ چې ۲۱ دقیقو پورې د پاکستان هوايي حریم کې څنګه پاتې کېږئ. ' نوموړی وايي 'ټول هوايي ځواک هر مهال په هوا کې نه شي پاتې کېدای. د جنګي چمتوالي برخه کې ځمکنی پوځ خپل احتیاطي تدبیرونه کوي او سمندري پوځ خپل:

''که دوی د ځمکې له لارې راغلي وای، موږ به هغسې ځواب ورکړی و، چې موږ پلان کړی و ''

د پوځي ویاند په خبره 'د تاو تریخوالي حالت کې د دواړو لوریو پوځیان له خپله پلوه هوايي ګزمه کوي او پاکستان همداسې کول. '

د نوموړي په خبره د پاکستان هوايي ګزمه هوا کې وه چې د لاهور سیالکوټ سیمو کې هغوی پر راډار ولیدل شول او د ګزمې یوه ډله له هوايي لارې د دوی ننګونې ته ورسېدل.

هغه زیاتوي 'دوی له پولې نه دي تېر شوي، بلکې دوی د اتو یا نهو ناټیکلز میلونو ساحه کې خپل هوايي حریم کې وو. '

د ښاغلي غفور په خبره هغه مهال چې د هوايي ځواک یوه بله ډله هوا ته پورته شوه، دوی په اوکاړه او بهاولپور سیمو کې ولیدل شول:

''دویمه ګزمه سویل لور ته لاړه او دریمه ډله هم چمتو وه، چې یوه لویه ډله مظفر اباد سیمه کې ولیدل شوه، چې کرن درې لور ته حرکت کوي، کله چې زموږ دریمې ډلې دوی وننګول، نو دوی له لاین اف کنټروله تېر شول. ''

پاکستان
د عکس تشریح، ویل کېږي برید په یوه کلیواله سیمه کې شوی چې اوسېدونکي یې ډېر نه دي

تورنجرال اصف غفور وايي، هندیو الوتکو بریدونه نه دي کړي.

د نوموړي په وینا 'که دوی زموږ پر مورچلونو برید کړی وای، پوځیان چمتو دي او هوايي ځواک هم چمتو دی. ' د نوموړي په خبره 'د هند هدف پر ملکي خلکو برید کول و، چې دوی وکولای شي د ترهګرو وژلو ادعا وکړي. '

ښاغلی غفور وايي، د هند هوايي ځواک الوتکې له څلورو تر پنځو ناټیکل میلونو پورې د پاکستان هوايي حریم ته ننوتي او پاکستاني هوايي ځواک ننګولې دي. نوموړی وايي، هندیو الوتکو د ستنېدو پر مهال جبه نومې سیمه کې څلور بمونه غورځولي دي:

''ننګونکې الوتکې نه لیدل کېږي. ځمکنی پوځ ګوري چې څه غورځېدلي که نه. موږ پر ځمکه وکتل، ځکه مشخص بریدونه شوي نه دي. ''

د پوځي ویاند په خبره موږ چمتو و او ځواب مو ورکړ:

''ما ویلي و حیران به مو کړو او دغې حیرانۍ ته انتظار وکړئ. ځواب به ورکړل شي او مختلف به وي. موږ جمهوریت یو... تاسې د جګړې لاره غوره کړې. ''

د پاکستان پوځ وايي، ستنېدونکو هندیو الوتکو پر شاړه سیمه بمونه غورځولي

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، د پاکستان پوځ وايي، ستنېدونکو هندیو الوتکو پر شاړه سیمه بمونه غورځولي

الوتکې مو ولې نه وغورځولې؟

دغې پوښتنې ته ځواب کې د پاکستان پوځي ویاند وايي، که هند غوښتل چې پر پوځي هدفونو برید وکړي، له پولې تېرېدو پرته یې هم داسې کولای شوای، خو په وینا یې هغوی یوازې (وچه منډه) کوله.

''د لومړي ګوزار غبرګون سملاسي وي. یا به موږ هم له پولې تېرېدو. خو ما تاسې ته ویلي و، چې زموږ غبرګون به مختلف وي او تاسې به حیران شئ او زه تاسې ته وایم چې لطفاً انتظار وکړئ. ''