د کلیمنجارو نابینا غر ختونکي

د ۱۹۶۹ کال د فرورۍ پر ۲۰ اوو نابینا او د دوی څلورو بینا همکارانو د تنزانیا کلیمنجارو غره ته د ۵۷۵۰ متره یا ۱۸۸۶۵ فوټه سخته لار کچ کړه.

په وروستي ۹۱۴،۴ متره یا درې زره فوټه مزل کې دا ډله د سخت باد او سړې هوا سره نهه ګړۍ لاس او ګرېوان و چې

هلته یې څرخېدونکې الوتکه ولیده چې د دوی بریا ته د وزرونو خوځولو سره یې سلام وکړ.

د منظرې ساتلو خیره ټولنې بنسټګر او د دې غر ختنې د نظریې نوښتګر جان وېلسن موخه دا وه چې افریقا کې د ړندوالي نوی انځور وړاندې کړي.

هغه دا هم ښودل چې روزلي ړانده دقیقو موخو ته د رسېدو ذهانت او فزیکي وړتیا لري.

۷ کسانو دا سفر پیل کړ، خو د پرورۍ پر ۱۹ او یوه سمڅه کې تر خوب او په هغه ورځ په تړو کې تر تګ وروسته یو ختونکی له دې کاروان بېل شو.

د ړندو لپاره د همګټو شاهي ټولنې- چې وروسته د منظرې خوندي کولو باندې مشهوره شوه- یو غړی جېفري سلیسبوري وايي:

"په همغه ورځ زموږ پښې خوږېدې، دوه یا درې کسان دې لوړه کې ناروغ شول".

"د لمر وړانګو زموږ ټولو مخونه سوځولي وو".

"موږ اول ځل په واوره کې وو، زه تړې ته وختم، یوه ټوټه ګنګوړی- هغه یخ چې د بام له چړچوپې یا لوړ ځای ځوړند وي- مې مات کړ او جان اوپیو ته مې وښود چې له سردردۍ کړېده".

"هغه سخت حیران و او ما فکر وکړ چې درد یې هېر کړ".

"په همدغه وخت کې د تنزانیا جان کیساکا وویل، چې نور نه ځي".

"هغه په شوق ختلی و، خو مخکې تلی نه شو".

د کینیا، یوګاندا او تنزانیا له سلګونو دواطلبو کسانو تر ټولو چټک پلي له دوو اونیو روزنې وروسته غوره شوي وو، چې په رسیو ختلو، د شپې یو ځای دېره کېدلو او د غر ختنې وسایلو په کارولو پوهېدل.

دا سخت پلی تګ د افریقايي ورځپاڼو سر ټکی و او ټولو پلیو ته د اتلوالۍ هرکلی وویل شو.

د درې واړو جوړو بوټونه د یوګانډا ملي موزیم کې خوندي شوي دي.

.