د امریکا یوه فابریکه کې ډزو پنځه کسان وژلي

د امریکا شیکاګو ته څېرمه یوه کارځي کې یوه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي. له بریدګر سره پولیسو نښته کړې چې پنځه پولیس پکې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د شیکاګو په ۶۵ کیلومترۍ ارورا ښار کې د دغه برید انګیزه مالومه نه ده. بریدګر هم له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

دغه ډزې د جمعې په ورځ دوې بجې د هنري پرټ په نوم فابریکه کې شوې.

پولیسو ویلي، بریدګر ګري مارټین نومېږي چې ۴۵ کلن دی.

د ارورا د پولیسو مشر کریسټین زیمان له پېښې څو ساعته وروسته خبریالانو ته ویلي له خپلو سرتېرو مننه کوي، ځکه چې د بریدګر مخې ته ډال ګرځېدلي او پنځه کسان یې له مرګه ژغورلي دي.

یوه عیني شاهد هم د پولیسو دا کړنه ستایلې ده.

تر اوسه د وژل شویو هویت نه دی په ډاګه شوی.

دا برید د فلوریډا پارک لېنډ ښوونځي کې د ورته برید تر یوې کلنۍ لمانځنې څو ورځې وروسته شوی چې لږترلږه ۱۷ کسان پکې وژل شوي وو.