مکه کې له ښځې سره د تاوتریخوالي ویډیو بحثونه را پارولي

ښځه

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د سعودي عربستان مکه ښار کې عام محضر کې یوه سړي پر ښځې برید کړی چې د سعودیانو غوسه یې پارولې ده.

کیسه له هغه ځایه پیلېږي چې یو سړی په زور یوه ښځه له ځانه سره په ډېر وحشت او دهشت کشوي،‌ چې بالاخره یو‌ څوک د دې صحنې عکسونه اخلي او وېډیو یې ثبتوي او پر خواله رسنیو خپرېږي.

د خواله رسنیو کارنو پر ټویټر #سړي_مکه کې_پر_ښځې_تېری_وکړ. هشټګ لاس په لاس کړی چې بېلابېل غبرګونونه ورته ښودل شوی.

دې وېډیو د سعودیانو سخته غوسه پارولې ده.‌

ګڼو دا پر ښځې تاوتریخجن تېری بللی، خو نورو بیا د وېډیو ثبتوونکی ملامت کړی چې د وېډیو ډکلو پر ځای یې ولې د یادې ښځې د ژغولو لپاره د مرستې لاس نه دی اوږد کړی او یا خو یې اقلاً د مخنیوي لپاره حکومتي اړوند کسان خبر کړي وای.

ځینو بیا ویلي،‌ چې دا "د کورنۍ اړوند شخصيمسله" ده نو وېډیو ثبتوونکي ته په کې مداخله ضرور نه وه.

ځینو خواله رسنیو کارنو لیکلي، ښايي دا ښځه به د تېري کوونکي لور،‌ خور او یا مېرمن او یا هم د کور خدمتګاره وه چې د "تادیب" پخاطر یې دا کار کړی وي.

پر یادې وېډیو له بېلابېلو غبرګونونو سربېره، ځینو دا وېره ښودلې چې ښايي دا وېډیو په سعودي کې د نرواکۍ پروړاندې د ښځینه فعالانو د کمپاین یوه ښه پلمه ګڼل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

ځینو بیا ویلي، ودې شي چې دا صحنه د ښځینه فعالانو له خوا یوه جعلي صحنه جوړه شوې وي.

"وړیا" تاوتریخوالی

ځینو خواله رسنیو کارنو د چارواکو دا چټک غبرګون ستایلی خو ځینو نورو بیا ویلي، دا ددې ثبوت دی چې د ښځې پروړاندې دا ډول "وړیا" تاوتریخوالی په سعودي کې مباح عمل نه دی.

د مکې اړوندو سیمو چارواکو له دې وېډیو خپرېدو وروسته چارواکو ویلي، په وېډیو کې دغه کس یې پېژندلی او نیولی او څېړنې ترې کېږي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2