روسیه نوي توغندي چمتو کوي

روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د وسلو له یوې نړیوالې هوکړې د امریکا او روسیې له وتلو وروسته روسي چارواکو ویلي، د توغندیو یوه نوي سسټم ته د ودې ورکولو پلان لري.

د منځني واټن اتومي ځواکونو هوکړې یا ای این ایف له مخې دواړو هېوادونو اجازه نه درلوده، چې د منځني یا لنډ واټن توغندي وکاروي یا وده ورکړي.

امریکا له ډېرې مودې راهیسې پر روسیې تور پورې کاوه، چې دغه هوکړه تر پښو لاندې کوي او تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ له دغې هوکړې د وتلو اعلان وکړ، چې ورپسې روسیې هم ورته اعلان وکړ.

له دې اعلانونو وروسته د وسلو یوې نوې سیالۍ په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.

توغندي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکا له ډېرې مودې راهیسې پر روسیې تور پورې کاوه، چې دغه هوکړه تر پښو لاندې کوي

ای این ایف هوکړه د سړې جګړې پر مهال هغه مهال وشوه، چې د شوروي اتحاد او امریکا توغندي داسې ځای پر ځای شوي وو، چې پر اروپايي پلازمېنو یې ګوزارونه شوني وو.

اوس د سې شنبې پر ورځ د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګیو وویل، هدف دا دی چې د دوو کلونو په موده کې له ځمکې پر ځمکې د ګوزار کولو یو نوی توغندیز سیستم رامنځته شي.

د ای این ایف هوکړې له مخې پر هغو توغندیو بندیز لګېدلی و، چې له ځمکې پر ځمکې ګوزار کوي، خو له هوا او اوبو نه ګوزار کوونکي توغندي د دې بندیز له دایرې بهر وو، چې روسیه یې لري او د نوي سسټم جوړولو لپاره به ترې کار واخلي.

ښاغلي شویګیو تور پورې کړ چې امریکا له مخکې له پخوانۍ هوکړې سرغړونه کوله او داسې ځمکني توغندي یې چمتو کړي، چې تر ۵۰۰ کیلومتره پورې ګوزار کوي، چې د هوکړې له دایرې بهر واټن دی.

ای این ایف

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ای این ایف هوکړه د سړې جګړې پر مهال د منځني او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو مخنیوي لپاره لاسلیک شوې وه

امریکايي چارواکو تر اوسه د روسیې تازه اعلان په تړاو څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ اې پي خبري اژانس د ټرمپ حکومت چارواکو له خولې وویل، چې سملاسي د داسې توغندیو ازمایلو یا تنصیب کوم پلان نه شته، چې ای این ایف هوکړه کې پرې بندیز لګېدلی.

له دې مخکې امریکايي چارواکو د روسیې تر څنګ د چین په څېر د ځینې نورو هېوادونو له لوري هم دې لړ کې د ګواښ اندېښنه څرګنده کړې، چې په ای این ایف هوکړه کې شامل نه وو. ولسمشر ټرمپ وايي، په بشپړه توګه له دغې هوکړې د امریکا وتل به شپږ میاشتي وخت واخلي.