عراقی ولسمشر د ټرمپ څرګندونو په غوسه کړی

د عراق ولسمشر برهم صالح د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي چې ویلي یې وو، امریکا به په عراق کې له خپلې پوځي اډې پر ایران نظر ساتي. ښاغلي صالح ویلي، عراق امریکا ته د دې کار اجازه نه ده ورکړې، او ښه به وي چې امریکا د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي او په بلې اجنډا پسې ونه ګرځي.

امریکایي ولسمشر ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له سي بي اېس تلویزیون سره مرکه کې ویلي، غواړي په عراق کې یوه مجهزه پوځي اډه ولري چې له هغه ځایه د داعش ډلې پر ضد جګړه وکړي او په ورته وخت کې پر ایران هم یو څه نظر وساتي.

په عراق کې دا مهال کابو ۵۰۰۰ امریکایي سرتېري مېشت دي چې د داعش ډلې پرضد جګړه کې د عراقي پوځیانو روزنه کوي، سلا مشوره ورکوي او مرسته ورسره کوي.

داعش ډلې په تېر یوه کال کې تر خپل کنترول لاندې ګڼې سیمې له لاسه ورکړي او اوس پر هېڅ سیمه بشپړه واکمنه نه ده.

له سي بي اېس تلویزیون سره مرکه کې له ولسمشر ټرمپ پوښتنه وشوه چې ایا په عراق کې مېشت امریکایي ځواکونه پر ایران د برید لپاره کارېدلی شي.

نوموړي په ځواب کې وویل:

"زه یوازې غواړم چې پر هر څه نظر وساتم. که څوک ورانی کول غواړي، یا هستوي وسلو ته لاس اچوي، موږ به تر دوی هم مخکې پرې خبرېږو".

خو عراق د ایران یو سیمه ییز ملاتړی بلل کېږي، او بغداد کې د ولسمشر ټرمپ دې څرګندونو ته غبرګون مثبت نه و.

عراقي ولسمشر صالح د دوشنبې پر ورځ بغداد کې یوې غونډې ته وویل، "خپل جنجالونه د عراق پر اوږو مه ور باورئ. امریکا نړیوال ځواک دی. خو یوازې د خپلې پالیسۍ او لومړیتوبونو غم مه کوئ. موږ دلته ژوند کوو".

ولسمشر صالح زیاته کړه، د عراق او امریکا ترمنځ د ۲۰۰۸ کال د ستراتیژیک تړون له مخې امریکا اجازه نلري چې د عراق خاوره پر نورو هېوادونو د برید لپاره وکاروي.

نوموړي وویل، له دې چوکاټه بهر هر ډول عمل عراق ته د منلو وړ نه دی.

د بي بي سي خبریال پاول اډمز وایي، د دواړو مشرانو وروستۍ څرګندونې کولی شي وضعیت نور هم پېچلی کړي، او د الاسد هوایي اډې په پر سر مذاکرات به نور هم ستونزمن کړي.

ولسمشر ټرمپ تېر دسمبر میاشت کې عراق ته د خپل سفر په ترڅ کې دې هوایي اډې ته هم ورغلی و.

پر ایران د احتمالي برید او د اسرائیلو د ساتنې په اړه د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو عراقي سیاستوال اندېښمن کړي دي.