ایران؛ له عراق سره د جګړې یاد خو د اسراييلي پوځیانو تصویر

په ایران کې د شېراز ښار شورا مشر د څېړنو امر کړی چې معلومه کړي ولې د ایران-عراق جګړې په یاد دړه، بېلبورډ باندې د اسراییلي سرتېرو عکس لګول شوی و.

په فوټوشاپ شوي تصویر کې درې سرتېري ښکاري چې پر یوې غونډۍ ولاړ دي او ښکته ګوري. پر تصویر د شېراز ښاروالۍ نښان هم لیدل کېده او پر یوه څنډه یې د سرتېرو لپاره ستاین شعر هم لیکل شوی و.

وروسته له دې چې دغه عکس تېره اوونۍ د شېراز په مرکزي څلورلارې کې ولګول شو د خلکو پام شو چې سرتېري د اسراییلو یونیفورم لري او ام ۱۶ ډوله وسلې پر اوږه لري.

د خلکو دې ته هم پام شو چې په اصلي عکس کې د دوی ترڅنګ ولاړه ښځینه سرتېرې لېرې کړای شوې ده.

له ۱۹۷۹ کاله راپدېخوا چې ایران کې اسلامي انقلاب وشو د دغه هېواد مشرانو د اسراییلو له مینځه تللو غوښتنه کړې ده. دوی د اسراییل په نامه د هېواد شتون سره مخالف دي او د فلسطینیانو د ځمکو غاصبین یې بولي.

د هغې دړې عکسونه چې پکې د ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸ مو کلونو ترمنځ د ایران-عراق د یاد په موخه درول شوې وه، د چهارشنبې پر ورځ پر خواله رسنۍ خپاره شول. ایران یوه اوونۍ چې "سپېڅلې دفاع" یې نومولې د دغې جګړې یاد ته ځانګړې کړې ده.

پر ټوېټر مهرضا لیکلي" ما چې کله د سپېڅلې دفاع اوونۍ کې دا لوحه ولیده اور راباندې بل شو. ام ۱۶ وسلې، بندونه یې، کالي او د سرتېرو پر سر خولۍ یې ټول د صهیونیستانو دي. که تر ټولو ښه خبره وکړم هغه به دا وي چې احمقانه کار مو کړی دی."

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت پر فارسي ژبه ټوېټر پاڼې هم دې بېل بورډ ته اشاره کړې چې اوس لېرې کړای شوې ده.

سیمه ییزې رسنۍ وايي، د پنجشنبې پر ورځ د شېراز ښار د شورا مشر احمد رضا دستغیب چارواکو ته امر وکړ چې بېړنۍ څېړنه ترسره کړي.