تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه سړي له ولسمشر نه محکمه کې قضیه وګټله
په یوه کمسارې قضیه کې، تونسۍ محکمې د یوه تونسي وګړي پرضد د ولسمشر الباجي قائد السبسي له خوا راپورته شوې قضیه رد کړې ده. السبسي خپل یو وطندار د هغه پرضد په پارونې تورن کړی و.
ابتدائیه محکمې بلاګ لیکونکی عماد دغیج ملامت کړی او په تنفیذي بند یې محکوم کړی، خو استیناف محکمې بیا هغه سپین خېژولی.
سیمه ییزو وېبپاڼو لیکلي قضايي ارګانونو له السبسي غوښتي چې د دغیج پرضد د قضیې ټول اړخونه روښانه کړي.
بلاګ لیکونکي: "له پاڅون وروسته خیر"
فعالانو د دغیج بري کېدل یوه بریا او د پاڅون کامیابي بللې ده چې په وینا یې، او د "له پاڅون وروسته خیر" هشټګ یې لاس په لاس کړی دی.
یوه خواله رسنۍ کارنې مریم الجبالي لیکلي:" #تونس_له_پاڅون_وروسته_خير، ولسمشر د وطندار پرضد قضیه وبایلله، تاوان به هم ورکويو الحمدلله چې قضا مو خپلواکه ده... په ډېره ګډوډۍ کې بیا هم هیله شته."
د صالح الجریدي په نامه یوه بل ټویټر کارن بیا لیکلي: "موږ رعیت وو او قضا او قانون د ولسمشر په لاس کې و.. لومړی خو له قاضي مننه بیا له باجي مننه چې پوه شوی اوس هېواد بدل شوی او قضا د واکمن نظام له لاسه وتونکې او بشپړه خپلواکه کېدونکې ده."
دغیج بي بي سي ټرېنډ ته ویلي: "له دې پرېکړې وروسته د ډاډ احساس کوم، دا کار د تونس د پاڅون په برکت وشو، قضا خپلواکه شوه، ټول وګړي د قانون پروړاندې یو شان دي."
دغیج د تونس د پاڅون د ملاتړو له اتحادیې څخه دی چې د بن علي تر لیرې کېدو وروسته د امنیت نشتوالي پرمهال د حکومتي بنسټونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې.
خو دغه اتحادیه په ۲۰۱۴ کال وروسته تر هغه منحل شوه، چې پر دولتي بنسټونو د یادې اتحادیې له خوا د تورونو لګولو خبرې ګرمې شوې.