تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تونس کې د میراث برابرښت او له نامسلمانو سره د واده لانجه
د تونس فتوا صادروونکي بنسټ د ولسمشر الباجي قاید السبسي هغه وړاندیز تایید کړی، چې د میراث په ګډون ټولو برخو کې باید د سړو او ښځو ترمنځ برابرښت (مساوات) راشي.
السبسي د ښځې د ملي ورځې لمانځلو پرمهال وینا کې په میراث کې د ښځې او سړي د برابرښت پر قانوني اجراتو ټینګار کړی او دا چې له نا مسلمانو سره ښځو ته د واده کولو اجازه هم ورکوي.
دی وايي، په میراث کې د ښځې او نر ترمنځ مساوات له دین او اساسي قانون سره ټکر نه لري:
"د میراث مسله هغه موضوع ده چې الله تعالی او رسول یې د بندګانو اجتهاد ته پرېښې، موږ اجتهاد وکړ. نو د ښځې او نر ترمنځ په برابرښت کې خبرې ضروري دي. د دین او اساسي قانون له مخې مساوات ثابت شوي دي."
د السبسي دې وړاندیز په عربي نړۍ کې د دیني بنسټونو او مذهبي سټو غوسه پارولې ده. د ازهر مرستیال مشر عباس شومان د تونسي ولسمشر دا غوښتنه "د اسلامي شریعت له احکامو سره ټکر" بللی.
شومان وايي: "میراث په قطعي دلایلو وېشل شوی، چې اجتهاد نه مني او نه هم د وخت او ځای په بدلېدو بدلېدای شي."
عربي چاپي او انټرنېټي ورځپانو هم دا موضوع د خپلو سرلیکونو سر کې راخیستې ده.
د اماراتۍ "ارم نیوز" خبري ګورتپاڼه (وېبپاڼې) محمد رجب لیکي، د تونس ولسمشر قاید السبسي "د ښځې او سړي ترمنځ د میراث په وېش کې د برابرښت د قانون د فتنې له ګواښونو سره" مخامخ دی.
خو د سعودي "تواصل" وېبپاڼې بیا د السبسي څرګندونې او وړاندیز "بوږنوونکی" بللی.
"السفیر التونسي" وېبپاڼې ویلي، "د ښځې اختر کې ولسمشر په ښکاره له اسلامي احکامو سره مخالفت کړی او د لادیني سخت دریځو افکارو پلوي یې کړې."
د تونس "الصباح" ورځپاڼه کې لیکواله منی الیحیاوي خبرداری ورکړی چې د "ښځې بریا یوازې ټاکنیز کمپیان ونه ګرځي."
په همدې تونسۍ ورځپاڼه کې روضة القرافي بیا تونسۍ مېرمنو ته د دې بریا او لاسته راوړنې مبارکي وايي.
د تونس "الصدی" ورځپاڼه کې جیهان غدیرة وايي "واکمن عقل د ستونزې جوهر دی."