تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ یو تر ټولو لوی شارک ولې لامبوزن ونه خوړل؟
د امریکا هوايي ایالت ته نږدې د لامبوزنو ډلې د یوه تر ټولو لوی شارک موندلو سره نه یوازې تاریخ کې ریکاډ جوړ کړ، بلکې د دې کیسې اورولو لپاره ژوندي هم پاتې شول.
کارپوهان وايي، چې ۲۰ فوټه اوږد او نږدې دوه نیم ټنه غټ دا شارک ډيپ بلو نومېږي او نږدې شل کاله مخکې هم له یوې ډلې سره مخ شوی و.
ډیپ بلو د نړۍ یو لوی سپین شارک دی او ځانګړنې یې نړیوالو مالوماتي مرکزونو کې ثبت دي.
ویل کېږي د اشارک د یوه مړه نهنګ لور ته روان و چې له لامبوزنو سره مخ شو.
یوې لامبوزنې اوشن رمسي له ځايي رسنۍ ایکېچ سره خبرو کې ویلي، دوی د ټایګر شارک انځور اخیست چې ناڅاپه له دغه شارک سره مخ شول.
"موږ څو ټایګر شارک ولیدل بیا دا ښکاره شو، ټول یو بل خوا شول، ګریټ وایټ شارک زموږ بېړۍ سره ځان وموښه، موږ پوه شوو چې دا شارک د خپل ځان د خارښ کمولو لپاره زموږ کشتۍ سره ځان مښي، موږ سهار تللي وو او ټولو ورځ دا شارک زموږ سره و، دی هم زموږ شاوخوا ګرځېده".
رمسي وايي، د شارک خېټې کتلو سره یې فکر وکړ چې ښايي مېندواره وي.
ویل کېږي د دې شاکر عمر ۵۰ کاله دی او دومره مشهور دی چې ان خواله رسنیو کې یې په نوم ټوېټر کاونټ هم شته.
په دودیز ډول ګریټ وایټ شارک هوايي ته نږدې اوبو کې نه وي، ځکه دوی یخو اوبو کې اوسي.
اوشن رمسي وايي، د ډېر عمر دا مېندواره وایټ شارک سره نږدې تلل، خو کله به چې هغې د خوړو هڅه کوله، نو دوی به ترې لرې کېدل.
هغه زیاتوي دا کب هغه مهال پر انسان حمله کوی چې کله بل شی ښکاروي او له ستونزې سره مخ شي یا پوه نه شي چې دا څه شی دی.
(دا انځورونه چاپ حق لري)